چهارشنبه , 24 اپریل 2024

په اونۍ کې به څو کېلې وخورۍ؟

 

دا ځوان په اوونۍ کې ۱۵۰ کېلې خوري

تاسې به د مېوو ډېر شوقيان ليدلي وي، ځينې يې د لارې پر سر هم روان وي، مڼه يې خولې ته نيولې وي او په دې کيسه کې لا نه وي چې ښه ښکاري که بد، خو نن د يوه داسې کس په اړه ولولئ چې په اوونۍ کې يو سل او پنځوس کېلې خوري.

دغه ځوان ډين نومېږي او په بريتانيا کې اوسي.

جالبه خبره دا ده چې دا ځوان د نورو خوراکونو پر ځای د خوراک پر وخت کېلي خوري، په ناشته کې، د غرمنۍ پر مهال او د ماښامنۍ پر مهال، هر وخت چې وږی شي، کېلو ته کش وي.

دی دا کار له شوقه نه کوي، بلکې وايي، مجبوره شوی چې کېلو ته مخه کړي.

کيسه داسې ده چې د ډين پر مخ او بدن د ځوانۍ دانې راختلې او چې هر څومره درملنه يې وکړه، ګټه يې و نه کړه.

بالاخره ډين پرېکړه وکړه چې هر ډول خوراکونه به پرېږدي او يوازې د سبزيجاتو او مېوو خوړلو ته به مخه کوي، خو لږ وروسته يې فکر شو چې د سبزيجاتو پخول ډېر وخت اخلي، نو دی بايد داسې سبزي او مېوې وخوري چې خامې خوړل کېږي، هغه و چې کېلو ته يې مخه کړه.

تر هغه وروسته يې کېلو ته پالک او ناشپاتی هم ورګډ کړل، کله ورڅخه جوس جوړوي او کله يې همداسې خوري.

ډاکټرانو ډين ته ويلي چې دا کار يې روغتيا ته تاوان کوي، خو ډين وايي، شپږ مياشتې کېږي بل شی يې نه دي خوړلي، اما اوس هم رک روغ دی