په بدن کې د ویټامینونو د کموالي نښې نښانې!

ـ د عضلاتو، د ګوتو د بندونو او پښو درد:

پورته نښې په وجود کې د ویټامینونو د کموالي نښې دي. هغه غذاوې وخورئ چې کلسیم، پتاشیم او مګنیزیم لري. هغه کسان چې ډېر ورزش کوي له دې حالت سره مخ کېږي، خو دوی ته توصیه کېږي، چې باید ګیلاس، مڼې، انګور، کیلې او سبزیجات ډېر وخوري.

ـ د شونډو چاودېدل:

که مو شونډې وچاودېدې او یا یې څنګونه زخمي شول، نو بدن مو د بي ویټامین له کموالي سره مخ دی. کېدای شي وجود مو د بي دوه، بي درې او بي دولس ویټامینونو له کمي سره هم مخ وي.

دا ستونزه عموماً په هغه کسانو کې لیدل کېږي چې اکثریت وخت سبزیجات خوري او یا مناسب غذایي رژیم نه لري.

ددې ستونزې د له منځه وړو لپاره حبوبات او بادام وخورئ.

ـ د زیاتې ستړیا احساس:

که تېره شپه مو هم کافي خوب کړی وي، خو بیا هم د ورځې په اوږدو کې له زیاتې ستړیا کړېږئ، نو وجود مو د بي دوه ویټامین له کمي سره مخ دی. ددې ستونزې د لمنځه وړو لپاره لبنیات، د چرګې هګۍ او غوښه وخورئ.

ـ د پښو او لاسونو ویدېدل:

د کار پرمهال مو اکثریت وخت پښې او لاسونه ویدېږي او د ګوتو په برخه کې د سوزش احساس کوئ، نو دا ستونزه د بي دولس او بي شپږ ویټامینونو د کموالي له وجې ده. ددې ستونزې د حل لپاره ګازې او لبلبو وخورئ. هګۍ هم په غذایي مهالوېش کې ورزیاتې کړئ.

ـ په ملا، ورنونو او اوږو باندې د زخمونو نښې نښانې:

که چېرې مو د وجود په پورته مشخصو ځایونو دغسې نښې احساس کړې، نو ستاسو وجود د ویټامین اې او ډي له کموالي سره مخ دی. ددې ستونزې د حل لپاره پاڼه لرونکي سبزیجات وخورئ او هغه غذاوې مهالوېش کې ورزیاتې کړئ، چې ویټامین اې لري. د ماهي غوښه هم ښه ده، خو د ورځې لس پنځلس دقیق لمر ته هم وګرځئ.

ـ خفګان:

په خفګان د اخته کېدو بېلابېل عوامل شته دي. یو له دغو څخه یې د ډي ویټامین کموالی دی. تازه څېړنه په ډاګه کوي، هغوی چې د ژمي په اوږدو کې د ډي ویټامین ترلاسه کوي، نو د هغوی په پرتله خوښ او ښه روحیه لري، چې بدن یې د ډي ویټامین په کموالي اخته وي.

اما تاسو باید پدې فکر کې ونه اوسئ چې د کال په کومه برخه کې یاستئ، خو بدن مو باید د ډي ویټامین پوره کړي. د لمر له وړانګو د ډي ویټامین ترلاسه کول او هغه خواړه خوړل چې د ډي ویټامین لري له خفګان څخه مو ژغورلی شي.

ـ د ویښتانو توئېدل:

د ویښتانو توئېدل هم ګڼ عوامل لري، خو یو له دغو څخه یې د بیوتین (د ویټامینونو له کورنۍ څخه دی) کموالی بلل کېږي. په ځانګړي ډول هغه ورزشکاران چې خامې هګۍ خوري د بیوتینو له کموالي سره مخ کېږي او ویښتان یې توئیږي.

په خامه هګۍ کې د (آویدین) په نوم یوه ماده شته، چې د بیوتین موادو د جذب مخه نیسي. په همدې اساس ورزشکارانو ته توصیه کېږي، چې د خامو هګیو له خوړلو ډډه وکړي. که چېرې ددې عادت پرېښودل ورته ستونزمن وي، نو بیا دې په غذایي مهالوېش کې سبزیجات او میوه هم ورزیاته کړي.

ـ د سترګو د دید کمزورتیا:

که چېرې د شپې لخوا مو د سترګو دید بیخي کمزوری کېږي، نو بیا مو وجود د ویټامین اې له کموالي سره مخ دی. تاسو ته به معلومه وي چې ګازرې ددې ستونزې د حل لپاره تر ټولو ښه او اسانه نسخه ده.

ـ بې اشتهایي:

د بې اشتهایۍ ګڼ عوامل شته، خو یو له دغو څخه یې د بیوتین موادو کموالی دی. که له دې ستونزې سره مخ یاست، نو حل لاره یې داده چې بادام، هګۍ او حبوبات وخورئ.

ـ زړه بدوالی او د ګیډې درد:

که چېرې له داسې حالت سره مخ شوئ، چې ګیډې مو درد کاوه او یا په دوامداره ډول زړه مو بد، بد کېده، نو پوه شئ چې وجود مو د بي دولس ویټامین له کموالي سره مخ دی.

ددې ستونزې د حل لپاره جیګر، ماهي او هغه غذاوې وخورئ چې د بي دولس ویټامین لري.

ـ له ژامو د وینې راتلل او هغه زخمونه چې نه ښه کېږي:

که چېرې مو له ژامو وینه راتلله او یا مو په خوله کې داسې زخم راڅرګند شو، چې د ښه کېدو نه و، نو پوه شئ چې وجود مو د سي ویټامین له کموالي سره مخ دی.

ددې ستونزې د حل لپاره مالتې وخورئ او اوس یې موسم هم دی، خو پر دې سربېره هغه میوې او غذاوې هم مه هېروئ چې د سي ویټامین لري لکه دُلمه یي شنه مرچ او کیوي.

ـ سر درد او ګنګسوالی:

سر درد او ګنګسوالی د بي درې ویټامین کموالي نښه ده. هغه ناروغان چې دوامداره اسهال او یا (د عقل زوال) له ناروغۍ سره مخ وي، نو د بي درې ویټامین د کموالي نښه ده. د غوایي او خوسکي جیګر، د چرګ غوښه او ماهیان د بي درې ویټامینونو غوره سرچینې دي.

ـ اسهال:

که په دوامداره ډول په اسهال ناروغۍ اخته شوئ، نو دا ښیي چې وجود مو د بي نهه ویټامین په کموالي اخته دی. ددې ستونزې د حل لپاره باید د چرګ جیګر وخورئ. حبوبات او د غوایي یا خوسکي جیګر هم خوړلی شئ، خو پدې شرط چې ښه پوخ شوی وي.

ـ بې خوبي:

که کله داسې حالت درباندې راغی چې بیخي خوب نه وړئ، نو پوه شئ چې وجود مو د بي پنځه له کموالي سره مخ دی. ددې ستونزې اصلي عامل په بازار کې د پخوو شویو تیارو خوړو خوراک دی. که بې خوبي مو دوامداره شي، نو د پوستکي ښکلا ته مو هم زیان اړوي. د پسه جیګر یو له هغو خوراکونو دی چې ددې ستونزې په حل کې درسره مرسته کولای شي.

ـ د پوستکي وچوالی:

د پوستکي د وچوالي عوامل د اې او بي ویټامینونو کموالی دی. ددې ستونزې د حل لپاره سبزیجات، غله جات او د ماهي غوښه وخورئ

سرچینه:عزم