په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې نهه تنو ته مرګ ژوبله اړولي

د بغلان ولایتي چاروکې وايي ، چاودنه پرون له غرمې وړاندي د مرکز پلخمري په خواجه الوان سیمه کې د ملکې وګړو پر یوه موټر شوې چې پر مهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوې دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته ویلي چې په موټر کې سپاره ټول کسان په سیمه کې د فاتحې مراسمو ته روان وه.

تر اوسه د چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی .

خبریال : صفت الله محبت