سه شنبه , 23 اپریل 2024

په بغلان کې د موټرچپه کېدو له امله ۱۴تنه وژل شوي

د بغلان ولایت  په دوشي ولسوالۍ کې د سپرليو يو ۴۰۴ ډوله بس موټر چپه شوی چې له کبله يې څوارلس تنه وژل شوي او شپږ ويشت نور ټپيان دي.

د بغلان د ترافيکو مدير محمد نبي نبي وويل چې پېښه نن غرمه په سيمه ايز وخت دولس بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه د قدرت بس شرکت اړوند موټر له کابله د مزارشريف پر لور روان و، چې له سړکه غورځېدلی او چلوونکی يې هم ټپي شوي دي.

د بغلان د عامې روغتيا مرستيال داکټر عبد الحليم غفاري هم وايي چې روغتون ته څوارلس جسدونه او شپږ ويشت ټپيان وروړل شوي، چې ماشومان او مېرمنې هم پکې شاملې دي. پېښه د دوشي ولسوالۍ د کيلګي په دښته کې رامنځته شوې. ويل کيږي چې په دې موټر کې د شپېتو په شااو خوا کې مسافر سپاره وو، چې شونې ده د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زياته وي.