په تجربو باندې عمل کول

لیکوال : الماس

په یو شمېر صنعتي یو نټونو کې د معیار د ښه کولو د پاره یو څه تجربې تر سره کیږي او ځینې تجربې ریښتیا هم ، چې کاري او کامیابې وي؛ خو د کمپنۍ د مشرانو د نه پاملرنې ، د تشویقي امکاناتو د نشتوالي او د مسئولو کسانو او ماشینکارانو د بې پروایۍ له امله تجربه یوازې تجربه پاتې شي یعنې عمل ورباندې ونه شي؛ خو که دا تجربې عملي کړای شي؛ نو په اصلیت او معیار کې هرومرو ښه والی راځي؛ اوس نو که دغو تجربو ته عملي بڼه ورکول غواړئ ؛ نو د اړوندو کارکوونکو تشویقول او د هغوی تقدیرول ډیر ضروري دي.

هغه کمپن ، چې د مصنوعاتو د تدریجي اصلاح او پرمختګ لګښت د پاره پرلپسې دغه ډول تجربې کوي؛ نو هغوی په ځانکړیي لګښت سره او د بو دیجې په مختص کولو سره ددغو تجربو د عملي کولو د لارې معیاري پیداوار تولیدوي او تخنیکي پرسونل ته انعامونه ، امتیازات او تقدیر نامې ورکوي.