په تخار ولایت کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د تخار امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه لوی او واړه کلي د یادې ډلې له شتونه پاک شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان هم شامل دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.