په تشه ګېډه د اوبو چښلو ۵ حيرانوونکې ګټې

د روغتيا پوهانو له وينا سره سم په تشه ګېډه اوبه چښل حيرانوونکې ګټې لري، او که يو څوک په پر له پسې ډول دغه کار ترسره کړي، نه يوازې دا چې صحت به يې ښه وي، بلکې د ورځې په اوږدو کې به چست و چالاک هم وي.

له خوب وروسته د اوبو کمی لرې کوي

روغتياپوهان وايي، له ۶ تر ۸ ساعتو له خوب وروسته که په تشه ګېډه يو يا دوه ګيلاسه اوبه وڅکل شي، نو په بدن کې به د اوبو کموالی له منځه ولاړ شي، ډاکټران وايي، ډېری وګړي سهار له پاڅېدو سره کافي چکل خوښوي، خو په دې سره يې تنده نوره هم زياتېږي، حال دا چې سهار مهال په تشه ګېډه اوبه څکل سړی ټوله ورځ فعال ساتي او چست و چالاک وي.

بېړنۍ انرژي جوړوي

د ډاکټرانو په وينا د بدن د سستۍ او کمزورۍ يو ستر لامل په بدن کې د اوبو کمی هم دی، اوبه بدن او دماغ دواړه فعال ساتي او د انسان طبيعت ښه کوي، له خوب وروسته په بدن کې اوبه کمېږي او په نهاره خوله اوبه څکل انسان تازه او تندرست کوي.

دماغ پياوړي کوي

دا مالومه خبره ده چې د انسان دماغ ۷۳ سلنه له اوبو جوړ دي، ځکه نو د اوبو کافي اندازه دماغو ته ډېره ضروري ده، که سهار مهال څوک دوه ګيلاسه اوبه وڅکي، نو د ورځې پيل يې سم کړی دی، د ډاکټرانو له وينا سره سم سهار وخت کې تمرين، مناسب سباناری او مناسبې اوبه پر پاتې ټولې ورځې اغېز غورځوي او انسان روغ ساتي.

سهار مهال اوبه څکل ناروغيانې له منځه وړي

د شپې له خوب وروسته د بدن نږدې ټوله ستړيا وځي، د خوب پر مهال له بدنه زهريله مواد وځي، له څېړنو سره سم سهار د بيدارېدو پر مهال اوبه څکل له بدنه د زهريله موادو عمل تېزوي او پر دماغو برسېره د ګردو او نورو ډېر برخو په ښه والي کې هم رول لوبوي، ځکه نو که اوبو ته د شفافې وينې نوم ورکړل شي، غلطه به نه وي.

د ټول بدن ترميم کوي

ډاکټران زياتي چې سهار مهال په تشه ګېډه اوبه څکل په بدن کې کاربوهايډريټس او برټينو ته لار خلاصوي، اوبه بدن ته غزا ورکوي، د هاضمې سيستم کې بهتروالی راولي او له بدنه ضررناک مواد وباسي.

بله مهمه خبره دا ده چې د ډېرو اوبو څکلو له امله د لوږې زور کمېږي او انسان د لږ خوراک له امله له چاغوالي ژغورل کېږي.