پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په تلیفون د نکاح لپاره یو څوک وکیل کول صحیح دی؟

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! اوس ډیر داسې  پېښيږي چې د نکاح  په مهال زوج نه وي، له وړاندې يې وکیل څوک نه وي ټاکلی ، بس د عقد نکاح په مهال په زوج پسي تلیفون کېږي او بیا هغه د عقد لپاره څوک وکیل کړي نو په تلیفون باندي دغه وکالت صحیح  دی؟ ملا احمد

جواب:

حامدا ومصلیا وبعد:

هو! دغه وکالت صحیح کېږي؛ په دې شرط چې شاهدان د عقد د دغه وکیل هغه غائب موکل پېژني، یا د عقد ایجاب او قبول په مهال د موکل نوم او د پلار نوم يې ذکر شي  .

والدليل علی ذالک:

فی نصب الرایة ۴\۱۹۲کتاب الوکالة : روی انه علیه السلام  وکل بالتزوج عمرو بن ابي سلمة رضي الله عنه  ..

فی خلاصة الفتاوی ۲\۱۵ امرأة  وکلت رجلا بان یزوجها من نفسه فقال الوکیل اشهدوا انی قد تزوجت فلانة من نفسي ، ان لم یعرف الشهود فلانة لا یجوز النکاح  ما لم یذکر اسمها واسم ابیها وجدها