په تویو شوو شیدو پسی مه ژاړه !

څه خلک د خپل خاصیت له امله چی هغوي په هماغه خاصیت را لوی شوی وی او خلک یی پری پیژنی دا فکر کوی چی زه خپل دغه خاصیت نشم بدلولي ،داسی خلک په خپل خاصیت باندی همداسی تکیه کوی او خپل ژوند تیروی .

او څه خلکو ته بیا د خپلو خاصیتونو بدلول دمره اسان وی لکه د کالیو بدلول ، زمونږ خاصیتونه د چپه شوی شیدو د ګیلاس غوندی نه دی چی هغه بیرته نشو را ټولولي بلکه زمونږ خاصیتونه زمونږ په لاسونو کی دی مونږ کولی شو چی د څو خاصو طریقو له امله د خلکو طبیعتونه بدل کړو بلکه کولی شو د خلکو فکرونه هم په دغه طریقه بدل کړو .

امام ابن حزم رحمه الله په خپل کتاب طوق الحمامة کی یوه واقعه ذکر کړی هغه لیکلی :

په اندلس کی یو مشهور تجار وه د دغه تجار او د څلورو نورو تجارانو په منځ کی څه شړخه پیدا شوه ، دا څلور واړه تجاران دغه یو تجار ته یو ځایی شول او په خپلو کي یی وعده وکړه چی په هره طریقه وی مونږ به دا تجار په ارامه پری نه ږدو.

یو سهار هغه تجار چی سپین لنګوتې یی په سر کړی وه بازار ته راغۍ د هغه څلورو تجارانو نه اول تجار ورته سلام وکړ بیا یی ورته وویل :
دا څومره ښایسته زیړ لنګوټې دی تړلی !!؟

هغه تجار ورته و ویل : ړوند خو نه يي ؟! نه وینی چی ما سپین لنګوتې تړلی دی، هغه ورته و ویل :

نه ، زیړ دي ، خو ډیره ښایسته ده .

هغه تجار دا همداسی پریښود او لاړه ، مخکی ورته د هغه دویم ملګري ولاړ وه هغه د سلام نه وروسته ورته و ویل :

نن څومره ښه ښکاری ، ځومره ښایسته کالی دی اغوستی او په خاص ډول دغه شین لنګوتې درسره ډير ښکاري ،
هغه ورته وویل : وروره ! زما سپین لنګوټي په سر دی ، هغه ورته وویل : نه ، ستا شین لنګوټۍ په سر دی .

هغه ورته وویل : نه زما سپین لنګوټۍ په سر دی .

هغه بیچاره په لاره همداسی روان وه او د ځانه سره یی خبری کولی او د لنګوټي شملی ته به یی کله یو خوا او کله بل خوا کتل ، اخر خپل دکان ته ورسیده کله یی چی د دکان قفل ( قلف ) خلاصوه دریم ورته راغی او ورته یی و ویل :

یاره نن ورځ خو ډير ښه ښکاری او دغه اسماني رنګ لنګوتې دی ښائست نور هم زیات کړی دی .

هغه د لنګوټي شملی ته وکتل سترګي یی ور پولی او بیا یی ورته و ویل :

وروره زما لنګوټۍ سپین دې.

دریم ورته وویل : اسمانی ده خو ډيره ښه ښکاری .

تاجر هغه ته چغی کړی چی زما لنګوتۍ سپین دي او بیا یی خپلی لنګوتۍ ته وکتلي ، هغه په خپل دکان کی ناست وه او خپلی لنګوتۍ ته یی کتلی تر دی چی ځلورم راِغي او ورته یی وویل :

په خیر راغلي ، ماشاء الله دا سور لنګوټې دی چیرته واخست ؟

هغه ورته وویل : زما لنګوټي سور نه دی بلکه اسماني دی هغه څلورم ورته وویل : نه سور دی .

تجار و ویل : نه شنه ده نه ، نه سپین دی ، نه رښتیا توره ده بیا په خندا شو بیا یی وژړل او ټوپ یی کړ .

امام ابن حزم رحمه الله وايی : ما دغه سړی د اندلس په کوڅو کي لیده چی لیونی شوی وه او ماشومانو به په تیږو ویشته .

په یاده دی وی چی دغه کسانو په ډیر وړوکی مهارت سره د یوه نوموړی تاجر طبیعت سرچپه کړ بلکه عقل یی هم ورته واړوه .

دا به د ټولو نه بهتره نه وی چی انسان داسی مهارات استعمال کړی چی د هغي له امله په دنیا کی هم خوشحاله اوسی او په اخرت کی هم !؟ که ته داسی و وایی چی : زه یی نشم کولي ! ستا د دغه خبري په ځواب کی به زه درته دمره و وایم چی کوشش وکړه ، که بیا وپوښتی چی څڼګه نو زه درته وایم زده کړه وکړه، رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي :

انما العلم بالتعلم , واما الحلم بالتحلم .

علم په زده کړه تر لاسه کيږي او حلم (حوصله) په صبر تر لاسه کیږی.

قهرمان هغه څوک دی چی خپل مهارتونه نور هم ښه کړی او د نورو خلکو سره د هغوی د مهارتونو په ښه کولو کی مرسته وکړی.·

لیکنه : الشیخ محمد العریفي
ژباړه : عبدالباري جمال