په تیرو ۳ میاشتو کې ۳۲زره افغان کډوال له پاکستانه هیواد ته راستانه شوي دي

 

له پاکستانه هېواد ته د کډوالو په راتګ کې ډېروالی راغلی دی.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال له اپرېل میاشتې تر دې دمه ۳۲ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه کمېشنري وايي، چې دوی د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اړین تیاری نیولی دی او هر ستنېدونکي افغان ته د نورو خوراکي او ضروري توکو تر څنګ ۲۰۰ امریکايي ډالره هم ورکول کېږي.

دغه ادارې له پاکستان هم غوښتي چې له افغان کډوالو سره نړیوالو قوانینو ته په پام چلن وکړي. دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې همدا اوس به پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوې ده او هغو کډوالو ته کارتونه ورکول کېږي چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.