د جرمنی لوی دولتي بانک (KfW) په فبروري میاشت کې په غلطۍ سره ۶ ملیارد ډالره څلورو نورو بانکونو ته انتقال کړي دي.
دامطلب سپوتنیک د بلومبرګ اژانس له قوله ورکړی دي. « موږ په خپله تيروتنه ډیر ژرپوه شولواو هغه مو لیري کړ. او هغه پیسي چې په تیروتنه لیږدول شوي بیرته راوګرځولي». دامطلب د بانک په خبر پاڼه کې راغلی دي. بانک د پيښې په اړه خواشیني څرګنده کړي او علت ئي انساني تیروتنه بلل شوی. د ادارې سرچينې له مخې چې دوضعیت سره بلد وو وائي دایوه تخنکی ستونزه وه چې یوخلې تادیات څو ځله به تیروتنه لیږدول شوي دي.
KfW په جرمني کې د دولت تر ټولو لوی بانک او په هيواد کې دریم ستر بانک دي.