په جلال آباد ښار او اچین ولسوالۍ کي یو داعش او یو طالب وسله وال نیول شوي

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره انعکاس ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کي راغلي چي، ملي امنیت ځواکونو په جلال آباد ښار کي تیره ورځ یو طالب وسلوال ثناالله  چي مشهور په مفتي دی، او اصلي د نورستان اوسیدونکی دی ژوندی نیولی دی.

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي افغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ په باغدري سیمه کي د ښایسته خان په نوم یو داعش وسلوال نیولی ، چي په یاده ولسوالۍ کي یي تخریبي کړني تر سره کولي.

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

د دولت کومي مخالفي ډلي لا تر اوسه د نیول شویو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت