په جنوبي آسیا کې د تایلینډ،جنوبي کوریا او امریکا کم ساري ګډ پوځي تمرینات پېل شول.

یاد پوځي تمرینات د جمعې په ورځ پېل شوي چې څو ورځې به دوام وکړي، چې پکې د امریکا جنګي بیړۍ او اوبتلې هم برخه لري.

په تایلیند کې د امریکا،جنوبي کوریا او تایلینډ ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې پیل شوي چې په کوریا ټاپو وزمه کې کړکېچ لا هم پخپل ځای پاتې دی.

یاد پوځي تمرینات د جمعې په ورځ پیل شوي چې په جنوبي آسیا کې کم ساري بلل شوي.

په یادو پوځي تمریناتو کې د درېواړو هیوادونو ځمکني او سمندري ځواکونه هم برخه لري.

دغه راز د امریکا سترې جنګي بیړۍ او اوبتلونه هم د تمریناتو یوه برخه بلل شوي،چې موخه یې په سیمه کې د احتمالي بدلونونو پر وړاندې مبارزه یاده شوې.

یادو تمریناتو ته د کوبرا نوم ور کړل شوی چې پکې جنګي اولوتکې هم برخه لري.

په جنوبي آسیا کې امریکا د تایلیند نیږدې پوځي ملګری هیواد بلل کیږي.

جمشیدملکزی