په دې خوي کې زمری اوسئ!

 

د زمري او خنزیر کیسه

يو ورځ يو زمری دخنزير سره مخ شو.خنزير ورته وويل: جنګ راسره وکړه.زمري ورته وويل: ته خو زما سيال نه يې او نه زما په شان زمری يې، ته يو خنزير يې، او که جنګ مې درسره وکړ او ومې وژلې، نو خلک به وايې: زمري يو خنزير وژلی، او دا ماته دڅه فخر خبره نده.او که ته راباندې برلاسی شوې نو دا زما لپاره غټ پيغور او ښکنځا ده.خنزير ورته وويل: که ته جنګ راسره ونکړې نو زه به حيوانات خبر کړم چې زمری له ما ويريږي او جنګ راسره نشي کولی.زمري ورته وويل: ستا دا دروغ په ما له دې نه اسانه تماميږي چې زه دا خپل بريت ستا په وينو ککړ کړم.

دې کيسې ته چې سړی فکر وکړي نو پوهيږي چې:

۱- که يو انسان په ملګرو پيژندل کيږي، همدارنګه په دښمنانو هم پيژندل کيږي.ځينې خلک ددې وړ هم ندي چې حتی ته ورسره تربګني وکړې، ځکه که ته پرې برلاسی شوې نو تاته دومره دفخر خبره نده، او که هغه برلاسی شو نو شرم دې يو په دوه کيږي، نو ښه خبره داده چې غلی ترې شې.

۲- که سپک سړي سره دې خوله ووهله نو ته هم ورسره سپک کيږې، نو کوشش وکړه چې چاسره ځان په لانجه کې ښکيل نکړې، ځکه حقيقي ميړانه داده چې دلانجو نه ځان وساتې، نه چې ځان ورکې راښکيل کړې.