په زابل ولایت کې کې یو پاکستانی جنرال وژل شوی

امنیتي چارواکي وايي دغه پاکستانی جنرال چې نواز نومیده د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.

د زابل د والي ویاند ویلي دغه پاکستاني جنرال د دولت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې دنده لرله.

د امنیتي چارواکو په خبره دغه جنرال به د دولت وسله والو مخالفینو ته پوځي روزنه هم ور کول.

که څه هم په دې اړه نور جزیات لا نه دي خپاره شوي،خو تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ګڼ شمېر پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ده سره ضمیمه د تورخم جلال اباد په لویه لار د بهرنیانو په ګډون د یو شمېر وسله والو وژل کیدل او د بهرنیو جنګیالیو شتون د سولې ته د رسیدو څومره خنډ کیدلی شي.

جمشید ملکزی