په زابل کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د هېواد په سویل کې چارواکي وايي، د زابل په شملزیو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

د امنیتي چارواکو په وینا پاکستانیو ځواکونو د افغان پوله ساتو ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې په تیره مۍ میاشت کې هم پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو او طالبانو هممهاله د افغان پوله ساتو ځواکونو پر امنیتي پوستو چې د کندهار په تشکیل کې دنده ترسره کوي بریدونه کړي وو.