په سمنګان ولایت کي ټرافیکي پيښې څلور تنه وژلي

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي رسنیو ته ویلي ، د کابل ـــ مزار په لویه لاره  د سمنګان په څلور لارې کي د یوه باروړونکي او کرولا موټر د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي دي.

د ویاند په خبره وژل شوي  ټول د کرولا موټر مسافر وه.

دا په داسي حال کي ده چي د نوي کال د جشن د لمانځلو لپاره زرګونه افغانان مزار شریف ته ځي ، چي تر ډیره د کابل او مزارشریف په لویه لاره ګڼه ګوڼه وي.

صفت محبت