په سوریه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ځای روسي ځواکونو نیولی دی

یورو نیوز ورځپاڼې تازه په خپل یو راپور کې لیکلي، له هغو ځایونو چې د امریکا په مشرۍ د د دې هېواد متحدین له سوریې وتلي، پر ځای یې روسي ځواکونه مېشت شوي دي.

دا په داسې حال  کې ده چې نړیوالو سیاسي شنونکو ویلي دي، بندیزونه به په ترکیه باندې کوم تاثیرات ونلري او د ټرمپ دا کړنه بې معنا ده.

بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیبب اردوغان پرون د دې هېواد د پارلمان غړو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې ترکي ځواکونه د سوریې په شمال کې د ترهګرو پر وړاندې جنګیږي او نړیوال باید د دوی له ځواکونو ملاتړ وکړي.