د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې ۲۲ تنه په دوو بمي چاودنو کې ووژل شول. چاودېدونکي مواد په موټرو کې ځای پرځای شوي وو.
د سومالیا پولیسو وویل چې یوه چاودنه د موګادېشو په داسې سیمه کې شوې چې حکومتي دفترونه، هوټلونه او رسټورانټونه ډېر دي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه په کې وژل شوي دي.
بله چاودنه دوه ساعته وروسته، د ښار په مدینه سیمه کې وشوه او دوه تنه يې ووژل.
د فرانسې خبري اژانس، د یوه پولیس په حواله ویلي چې د لومړۍ چاودنې له امله زیاتې ودانۍ تخریب شوي او د مړو شمېر زیاتېدلای شي.
د حملې مسؤلیت لا چا نه دی اخېستی خو په سومالیا کې د الشباب تروریستي ډله، تل داسې حملې کوي.