پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په غزني کې په امنيتي کمربند موټر بم بريد ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ویلي، په دې بريد کې ۴ بريدکوونکي، ۲ پوليس، او ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ پوليس او ۸ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچينې وايي،‌ دغه موټر د سرتېرو له خوا پېژندل شوی و، هغوی ورته د درېدو ويلي ول، خو چلوونکي يې نه وه منلې.

وروسته د موټر ټايرونه ويشتل شوي او بيا په راکټ تر ويشتلو وروسته چاودنه ورکړ شوې ده.