په فاریاب کې هوايي بریدونو درې وسله وال طالبان وژلي دي

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، هوايي بریدونه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې تر سره کړي، چې پر مهال یې درې وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.