پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په فرانسه کې د ریل ګاډی اوبس جنګیدو ۲۸ کسانوته مرګ ژوبله اړولې

په فرانسه کې د اسپانیا پولې ته نږدې  د  پرپیګنان  په ښار کې  د زده کوونکو  بس  د ریل ګاډي سره  وجنګید.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  ۴ تنه مړه  او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پرپیګنان  د ښار والي  فیلیپي  ویګنس  خبري رسنیو ته وویل چې  د  میلاس  په کلي کې  د زده کوونکو  بس  د ریل ګاډي سره  وجنګید. هغه وویل چې پدې پيښه کې  ۴ تنه مړه  او ۲۴ تنه نور  ډیر سخت ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې  ۲۱ تنه زده کوونکي او درې تنه هم  د ریل ګاډي مساپر  ډیر خو ډیر سخت ټپيان شوي دي.

د فرانسې د اوسپنیزو پلټو ادارې ویلي دي چې د پيښې پر ځای کې  د خبرداری  څراغونه، موانع  او هر څه  موجود  او فعاله ول. یادې شوې ادارې ویلي دي چې د پیښې پر مهال په ریل ګاډي کې  ۲۵ تنو مساپرو او دوو  تنو د ریل ګاډي تخنیکرانو شتون درلود.

د فرانسې  لي موندا  ورځپاڼې  بیا ویلي دي  خطا  د زده کوونکو د بس چلوونکي وه. نوموړي د موانع سره سره  د ریل ګاډي د پټلۍ  د سر نه د تیریدو هڅه کړې ده .

د بله پلوه  د فرانسې لومړي وزیر د پیښې د ځای نه لیدنه وکړه او وویل چې  د زده کوونکو په بس کې د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځه  د منځني ښوونځي او لیسې  زده کوونکو  شتون درلود. هغه  د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه څه ندي ویلي.

د پرپیګنان  والي بیا  د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده .