پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په لندن کې د اورلګیدنې له وېرې ۸۰۰ کسانو له خپلو کورنو وتلي

په لندن کې د پنځو ودانیو کورنۍ د اور سوځېدنې له وېرې نورو سیمو ته لېږدول شوې دي. د لندن امنیتي چارواکي وايي د پنځو لوړ پوړیزو ودانیو د کورنیو ۸۰۰ غړي یې له کورونو اېستل دي، ځکه داسې شک کېده چې په دغو ودانیو کې به اور سوځېدنه رامنځ ته شي. د کمدن سیمې د ښاري شورا مشر جورجیا گلود وايي، ځينو څېړنو وښوده، هغه مواد چې ودانۍ ورباندې پوښل شوې د اور پر وړاندې مقاومت نه لري نو له همدې امله دغه کورنۍ د یو څه مودې لپاره نور سیمو ته لېږدول شوې دي. دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې دوې اونۍ وړاندې په لندن کې ګرینفل په نامه ودانۍ اور واخیست او تر ۷۰ ډیر کسان پکې ووژل شول. ددغه ودانۍ اور نږدې ۳۰ ساعته بل و.