په لوګر کې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، عملیات تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو تر سره کړي، چې پر مهال یې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي.

د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.