په لښګرګاه کې ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې ووژل شو

چاودنه له هملند ولسي جرګې ته د نوماند او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د پخواني استازې عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې شوې، چې نوموړی پکې وژل شوی او اوه تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، چاودیدونکي توکي، د عبدالجبار قهرمان په کوچ کې ځای پر ځای شوي و.

وسله والو طالبانو رسینو ته په یو لیږلي پیغام کې د برید مسؤلیت منلی دی.

عبدالجبار قهرمان د شهید ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال پر ځینو پوځي پوستونو کار کړی او د ولسي جرګې شپاړسمه دوره کې د هلمند د خلکو استازی وه.

نوموړی یو کال په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د قوماندان په توګه د ولسمشر له خوا ټاکل شوی و.