پنجشنبه , 28 مارچ 2024

په لیکلو څنګه پیل وکړو‎؟

 

لیکل آسان کارندی، بلکې لیکنه ځان ته مهارت، تکړه توب او د پوهاوي دترسره کولو هنر غواړي، تاسو به ډیري کسان لیدلي وي، چې د ویلو ژبه يې ډیره تیزه وي، خو بیا دلیکنې تکړه توب ورسره نه وي، ځیني نوربیا شته چې ګوتې قلم ته کړي، بیا هغه څه چې په ذهن کې تاو او راتاو شي لیکي او هغه لیکنه يې د لیکوالي په اصولو برابره وي.
ولې بیا هم زیاتره وخت لیکوال دخپلې لیکنې پر مهال له ستونزو سره مخامخ او تر دې حده زړه يې له لیکنې تور شي، چې له ځان سره ووايي، یاره بس دانور نه لیکم.
یو لیکوال کله وغواړي، چې لیکنه وکړي په پیل کې دې موضوع وټاکي او بشپړه برلاسی پرې ولري. دغوره شوې موضوع په اړه ژوره مطالعه، څیړنه او دخلکو له خولې معلومات راټول او دلیکنې لپاره خاکه جوړه او وروسته دلیکوالي په قالب کې په داسې انځوریزو متنونو دلوستونکو مخ ته وړاندې کړي، چې ټول مسائل په همدې لیکنې کې د ګرامر ي په قواعدو ولاړ او دجملو اړیکېتوب یو له بل سره وصل او ربط ولري.
لیکوال دلیکنې پرمهال هڅه کوي، چې مهمې موضوعګانې خلکو ته ورسوي، نو په لیکنه کې بیړه اړینه نه ده، ځکه لیکنه په ډیر دقت او پوهاوي باندې ولیکل شي پیل او پای يې دلوستونکو د خوښې وړ وګرزي.
کله به مو لیدلي وي، چې یو سړی دمیوو بڼ ته ننوزي، نو په دې فکر کې وي، چې اوس کومه میوه وشکوم او کومه میوه وخورم نو یو وخت به دی له بڼ څخه وږی راوتي وي. ځکه دې مخکې دځان لپاره هدف نه ؤ ټاکلی، چې کله بڼ ته ننوتی ؤ په دغومره اندازه به دغه، هغه او … میوې خوړلې وې.
خو لیکوالي هم همداسې ورته بیلګه لري، کله چې څوک په لومړیو کې دلیکوالۍ په لارقدم ږدي، ډیریو ته ستونزمن کار بریښي، ځکه د یوې اویا ډیرو موضوعګانو انتخابول لیکوال داندیښنو سره په ټکر کې واقع کوي او د ویرې ډکې پوښتنې به يې په ذهن کې څرخي، چې دالیکنه به څنګه وي، لوستونکي به څومره ډیرې نیوکې وکړي، آیا که ولیکل شي دخلکو له تهدیدو سره مخ نشي اویا دا لیکنه د نه خپریدو ده او په دې لیکنه به لوستونکي وخاندي.
نه هیڅکله داسې نه ده؛ ځکه داپوښتنې ډیر ژر حل کیدای شي، څوک چې دلیکوالي لیواله وي، نو هغوی لپاره اړین بلل کیږي، چې هره ورځ لیکنه وکړي، له نورو لیکوالانو سره يې شریکې کړي، ترڅو يې دلیکني مثبتې اومنفي نقطې په ګوته شي او دسمون لورې ته ځان ور ووهي، وروسته بیا خپلې لیکنې په رسنیو کې خپرې کړي اوبیا هر ه ګړۍ چې دې ته د لیکنې تنده راتله بې له ځنډه قلم ته لاس کړي، ودې لیکي کله چې ولیکل بیا څو څو ځلې دې په کې کتنه وکړي او سمون دې په کې راولي او تردې چې باور يې په پوخ شو، ورستی ځای؛ ددې لپاره پوخ لیکوال دی، چې دې ته وړاندې او له هغه وروسته د لیکونکي لیکنه خپرولو ته چمتو وي.
خو هر لیکوونکي چې د موضوع په غوراوي کې معلومات ډیر ولري، ښه داده، چې په هماغه موضوع لیکنه وکړي.
سمه ده، چې څوک په لیکوالي پیل کوي له پورتنیو ستونزو سره به مخ کیږي، خو دغه ستونزې ورځې تربلې کمیږي داسې وخت به راشي، چې لیکوال پرته له ویرې په هرڅه لیکنه وکړي او دهغې لیکنې په معتبرو چاپي رسنیو کې خپرې شي، ځکه چې یو څوک لیکوالي ته مخه کړي، نو هغه تل هڅه کوي، چې مطالعه وکړي، په ورځنیو مسایلو ځان له چاپي، غږیزو او لیدیزو رسنیو خبر او پوه کړي، همدارنګه د مشرانو له تجربو او پخوانیو خلکو او د هغوی پر وضعیت چې د کیسو په شکل د دوی له خولې څخه راوزي نو داهم په لیکوال مثبت اغیزه کوي او لیکوال د تاثیر لاندې رانیسي، نوپه دې سره لیکوال دخپلو ګوتو په مرسته قلم روان ساتي او لیکنه پرې کوي.
نو دښه لیکوال کیدو یوازنۍ لار ژوره مطالعه او لوست ده، چې دانسان د پوهاوي پانګه پیاوړې کوي او د همدې زیرمې په اساس ولس ته دلیکنې له لارې پانګونه کوي، چې د ټولنې وګړو ته دښې لارې لارښوونه او دبدو لارو څخه مخنیوی او همدارنګه په ورځني چارو معلومات او خبرا وی هم ترلاسه کوي.

لیکنه: شیرمحمد امیني ستانکزی