چهارشنبه , 24 اپریل 2024

په مرچک د خولې سوځېدلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟

ترخو مصالحو کې د کیپسسین « Capsaicin» نوم ماده شتون لري، (دغه ماده په بدن کې د درد یا سوزش خبر/حس دماغو ته رسوي) کله چې د ذایقې حس ته دغه ماده ورسیږي، هلته د درد حسونکي پروټین مادې سره لګیږي چې ورسره په ژبه درد او سوزش محسوسیږي.

په عام ډول خلک په مرچک د خولې سوځېدو پر وخت اوبه یا بوره استعمالوي، خو د ډاکټرانو په وینا دغه کار د سوزش په کموالي کې دوامداره مرسته نه کوي.

په حقیقي ډول په مرچک د ژبې سوځېدلو پر وخت څه کول په کار دي چې د ژبې یا خولې سوزش ورسره ختم کړل شي؟

لومړی: د مختلفو راپورونو پر اساس د ډاکټرانو په وینا د خولې سوځېدو پر وخت باید د یخ استعمال وشي، د یخ یخوالی د ژبې سخت حس کمولو کې مرسته کوي.

دویم: د ژبې سوزش د کنټرول لپاره د ډبل ډوډۍ استعمال وکړل شي، دغه شی د خولې نمي جذبوي، او د حساس کیپسین په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

درېیم: د ژبې سوزش ختمولو لپاره په عین وخت کې باید خالص شیدې، یا له شېدو څخه جوړه شوې غذا استعمال کړل شي، ځکه چې په شېدو کې موجود پروټین د کیپسین سره یو ځای کیږي او هغه معدې ته انتقالوي، چې ورسره د خولې سوزش ختمیږي، همدا رنګه آیس کریم هم کولی شي د خولې سوزش ختمولو کې مرسته کوي.

څلورم: د لیمو استعمال، که څه هم دخولې سوځېدلو پر وخت د لیمو استعمال عجیبه ښکاري، خو په لیمو کې شته ماده د خولې حالت نورمال کوي.

پنځم: د شهد استعمال، د خولې سوځېدو پر وخت یوه کاشوغه شهد خولې ته واچول شي او تر هغې خوله کې پریښودل شي تر څو یې سوزش ارام شي.

که مو چیرې له پورته ذکر شوو شیانو هیڅ هم ونه موندل بیا مجبورا تړمې اوبه راواخلئ او په خوله کې یې غړغړه کړئ، شاید په عین وخت کې ګټه درکړي.

سرچینه:نن ټکی اسیا