په مطالعه کې د دمه کولو ارزښت

د مطالعه شویو شیانو د یادولو لپاره تر ټولو لازمي کار اړین استراحت دی. هر کله چې د مطالعې له شدید فشار سره مخامخ یاست اجازه مه ورکوئ، تر څو دا ددې لامل شي، چې ستاسې مطالعه بې ګټې شي او تاسې له رواني فشار لاندې ونیسي. مالومداره خبره ده، چې مطالعه له رواني فشار څخه خالي نه ده، نو که غواړئ ځانونه له رواني فشارونو څخه وساتئ، نو د مطالعې په جریان کې آرام کول مه هیروئ.

که چیرې مو رواني او ذهني فشارونه زیات دي او تاسې ازموینه ته په تیاري نیولو سره ډیر خسته شوی یاست. په هغه صورت کې د هرې ازموینې وروسته نیمه ورځ درس مه وایاست. له خپلې کورنۍ او یا هم دوستانو سره میلې ته ولاړ شئ، منظره وکړئ، ولامبئ یا هم هوا خوري وکړئ. تر څو په دې کار سره یو څه له درس سره فاصله پیدا کړئ او دغه کار مو د ذهني فشارونو له کموالي سره مرسته وکړلای شي.

د شدیدو هیجاناتو او ذهني ستونزو په مهال اول لازمه ده، چې خپله ذهني آرامتیا او سکون ترلاسه کړئ، بیا د مطالعې په کولو پیل وکړئ، که رواني او ذهني آرامتیا ونلرئ، نو زده کړه هم نشی کولای. یواځې دا کار ستا د وخت د ضایع کیدلو او د نورو رواني فشارونو د رامنځته کیدلو لامل کیږي.

د ورځې په پای کې چې کله غواړې مطالعه بس کړئ، نو یو ساعت ددې لپاره مشخص کړئ، ترڅو خپل ټول زده کړي شیان له ځان سره تکرار کړئ. دا کړنه به ددې لامل شي ترڅو زده کړي موضوعات ستا په ذهن کې ښه ځای ونیسي او د بل وخت لپاره بیا په کمه مطالعه یا یو ځل تکرار ټول موضوعات درته آسانه شي.

یو څه چې ډیر مهم دي هغه دادي، چې ډیری وخت انسان ډیر تکلیف کوي خو بیا هم دده کار هیڅ پایله نه ورکوي. پرمختګ نه شي کولای، پیسې په لاس نه ورځي، په کار پسې ګرځي، خو د ګټې کولو مناسب کار نه شي پیدا کولای، یا هم په کار کې پرمختګ نه شي کولای، بالاخره مایوسه کیږي. خو په داسې حالاتو کې لازمه ده، چې په الله (ج) باندې توکل وشي. په پوره ډاډ او ارامتیا سره خپله ټوله هڅه وکړي او نوره پایله یې الله (ج) ته وسپاري.

دا چې انسان له استراحت کولو پرته نه شي کولای خپل کارونه په منظمه توګه بیله مشکلاتو ترسره کړي. نو له دې امله اړینه ده، چې هر څوک له شدید کار او ستړیا وروسته استراحت وکړي. ځکه دومداره ستړیا د اضطرابو لامل کیږي. ددې خاطره چې له مشکلاتو سره مخامخ نه شو لازمه ده، له هره دوه ساعته مطالعې وروسته له پنځه لس بیا تر شل دقیقې آرام وکړو او خپله ذهني آرامتیا بیرته ترلاسه کړو.

ژباړه: ایمل عظیمي