په نفس باندې د اعتماد اووه قاتلین وپېژنئ او ځان ترې وساتئ

که په هر عمر یاست او په هره اندازه مو منفي افکارو ژورې ریښې کړې وي بیا هم کولای شئ په خپلو منفي فکرونو غلبه وکړئ، مهم ټکی دا دی چې له ځان سره ښه وکړئ او له هغه څیزونو لیري شئ چې په نفس باندې اعتماد مو له منځه وړي، دې لیکنه کې مو له هغه اووه کړنو خبروو چې په نفس باندې باور مو له منځه وړي.

لومړی ـ په منفي ګرا خلکو کې اوسیدل
په منفي ګرا خلکو کې اوسیدل لکه په یوه خونه کې اوسیدل چې اکسیجن په کې کم وي، که د کم وخت لپاره په دغه ډول اطاق کې وي یو عادي کار دی خو که د اوږد مهال لپاره وي سخته کېږي، منفي ګرا خلکو کې اوسیدل هم همداسي دي د قوي ارادې خاوندان هم تر تاثیر لاندې راوستی شي.
دویم ـ له حده زیات فکر کول:
که غواړئ په نفس اعتماد پیدا کړئ له حده زیات له فکر کولو ډډه وکړئ، دا په دې مانا نده چې د ژوند په مهمو چارو هیڅ فکر ونه کړئ، خو له حده زیات فکر کول مو ذهن تر فشار لاندې راوړي چې اسټرس مو د وینې فشار د لوړوالي، کلسټرولو، شکر، مغزي سکتې او سرطان ناروغیو سره مخ کولای شي، زده کړئ چې په خپلو غرایزو اعتماد وکړئ او ومنئ چې ځینې شرایط ستاسو له اختیاره وتلي دي.

درېیم ـ د بدن د اشارو غلط کارول:
د خبرو په مهال د بدن د اندامونو کارول مو د خبرو نیمایي تصویر وړاندې کوي، په خبرو کې د بدن د غړو منظم حرکتونه او د بدن مناسب والی نه یوازې تاسو ته ښه احساس درکوي بلکه په نورو خلکو هم مثبت اغیز کوي.
څلورم ـ تېر ژوند:
د تېر ژوند د ښو وختونو یادول تاسو ته جذاب او ښه لګېږي خو اجازه مه ورکوئ چې ستاسو ژوند تسخیر کړي او په تېرو یادونو کې ژوند وکړئ، د تیر ژوند یادونه هغه وخت مضر تمامېږي چې دردناک او غمجن وي او تاسو یې په ذهن کې مکرر مرور کړئ، دا کار مو په نفس اعتماد له منځه وړي او ژوند مو له افسوس، تاوان، اوښکو، کینې او خفګانه ډکوي.

پنځم ـ خپلو تېروتنو باندې دوامداره فکر کول:
پوهېږئ د سټیون کینګ ناول تر سلو ځلو زیات رد شوی دی، خو ده دومره کوښښ وکړ چې اخر بریالی شو، تاسو په کمي او تېروتنو کې یوازې نه یاست خو بریالي خلک له خپلو تیروتنو درس اخلي او اجازه نه ورکوي چې خپلو تیروتنو ته تشویش وکړي او خپل په نفس اعتماد له لاسه ورکړي.

شپږم ـ د مننې هېرول:
شاید ځینې خلک فکر وکړي چې دا خبره کلیشه یي ده خو د نعمتونو شمېرل او شکر ورباندې کول د بریالي ژوند له درسونو دي، شکر کول په نفس باندې د باور او شخصیت ښودنه کوي، که هره ورځ خپل خدای ج درکړي نعمتونو شکر وباسئ تاسو به په خپل نفس اعتماد پیدا کړئ د ارامښت او امنیت احساس به ولرئ.
اووم ـ له نورو سره ځان پرتله کول:
له نورو سره د ځان پرتله کول د نفس باندې د اعتماد د له منځه وړلو تر ټولو لوی لامل دی، د انسانانو دا یو طبیعي عادت دی چې په دې کار سره کوښښ کوي خپل شخصیت ښه کړي، خو دا کار کله چې ستاسو شخصیت له منځه یوسي په یو غټ مشکل بدلېږي.