په ننګرهارکې ماین چاودنې درې وروڼه وژلي

د ننګرهارسیمه یزه چارواکي وايي تېره ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ په لګلورې خوړ سیمه کې د ملکي وګړو پر یو سوزکۍ ډوله موټر د وسله والو مخالفینو له لورې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې،چې له امله یې د اتلس او دیرش کلونو ترمنځ درې وروڼه شهیدان او یو بل تن ټپي شوی دی .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي خبریال رسنیو ته وویل یاده چاودنه تېره ورځ هغه مهال شوې،چې د یوې کورنۍ نارینه غړي په یاده سیمه کې د ولسوالۍ مرکز پر لورې روان وو،چې د وسله والو مخالفینو د ځای پر ځای شوي ماین قرباني شول .

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،د پېښې قربانیانو ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې . هغه په یاد ستر درد او غم کې د قربانیانو له کورنیو سره ځان شریک بللی او د تروریستي ډلو ترسره شوې کړنۍ یې په کلکو ټکو سره غندلې.

دا چې په ياده ولسوالۍ کې اوس داعش وسله وال ډله په يو شمیر سیمو حاکمه ده نو ویلي شو چې تراوسه داعش ډلي د سیمه یزه چارواکو د دغه ادعا په غبرګون کې تر دي دمه څه نه دي ويلي .