ننګرهار کې د اخبار لوستنې دود کمرنګه شوی

په ننګرهار کې اخبار پلورونکي وایي؛ چې په ننګرهار ولایت کې د اخبار لوستنې دود کمرنګه شوی چې دې چارې د اخبار پلرونکو او چاپي رسنیو بازار سوړ کړی.
د چاپي رسنيو مسؤلين او په دې برخه کې پلورونکي وايي، د پخوا په پرتله نه ورځپانې چاپيږي او نه يې څوک د لوستنې هڅه کوي.

بلخوا يو شمېر فرهنګيان هم له دې ستونزې سرټکوي او په دې برخه کې يې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين په بې غورۍ تورن کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين بيا په ننګرهار کې  د ورځپاڼو کمرنګه کېدل د ځوانانو له لورې په خواله رسنيو کې بوختیا په ګوته کوي.

په افغانستان کې ټوليزې رسنۍ مخ پر وړاندې رواني دي، خو چاپي رسنۍ له نشت سره مخ دي، د جلال اباد ښار يو شمېر اوسيدونکي وايي، په دې ولايت کې د اخبار لوستنې فرهنګ ورځ تر بلې د پيکه کېدو لور ته روان دی، دوی وايي، اړونده ادارې دې د چاپي رسنيو او باالخصوص اخبار لوستنې لپاره کار او عامه پوهاوی وکړي.

کتاب پلورونکي قایل خان قایل وايي ،چې په افغانستان کې د اخبار لوستل ځکه ډیر عام نه دي چې د اخبار او مجلې کیفیت نشته بل داچې هر اخبار چې چاپ کیږي ترشاه یې یو څوک وي

عام وګړي وايي ، له ټولو هېواد والو څخه هیله لرم چې باید اخبار ولولي ترڅو دهېواد له ناخوالو څخه خبرشي

بلخوا په جلال اباد ښار کې د چاپي رسنيو مسؤلين او پلورونکي هم له دې ستونزې سرټکوي، دوی وايي، د خلکو له لورې د انټرنيټ، فيسبوک او ټويټر استعمال د چاپي رسنيو لپاره شته ماشينونه په ټپه ودرولي  دي.

د چاپي رسنيو پلورونکی او چاپونکی ابن امین وايي ، مخکې له دینه چې د ټولنیزو شبکو استعمال نه وه د اختر مبارکي لپاره به هم دوي یو رقم تحفې چاپولې خو اوس چې دفسبوک کارونه زیاته شوه

د اخترمبارکي تحفې کارتونه خوله منځه ولاړ چې د وادونو دکارتونو کار یې هم د منځه تلو په حال کې ده .

په ورته وخت جلال اباد ښار کې يو شمېر فرهنګيان هم د ورځپاڼو له نه شتونه شکايت کوي، او وايي، که مسؤلين دې برخې ته پام ونکړي او د اخبار لوستنې د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره کار ونه شي، نو ليري نه ده چې دا برخه به بیخي د نشت برابره شي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم په جلال اباد ښار کې د اخبار نه لوستنې فرهنګ ستونزې مني، خو وايي، په تېر کې ۷۰ دولتي او خصوصي رسنيو کار کولو، چې ډېر شمېر یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې.

صميم د دې فرهنګ د دودولو لپاره عامه پوهاوی اړين وبللو، چې په علمي مراکزو کې بايد تر سره شي

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وايي،په افغانستان کې ډېرې داخبار لوستنې یوه ستونزه

د ټولیزو شبکو زیات کارول دی لکه فسبوک چې پکې خبرونه مقالې او داسې نور په زړه پورې مطالب کې خپریږي

په ننګرهار کې د اخبار تشه پاکستانيو ورځپاڼو ډکه کړې وه، چې هر سهار وختي به رارسيدلې، خو اوس چې پرې افغان دولت بنديز لګولی دی، نه د کابل چاپ ورځپاڼې په وخت رارسيږي او نه هم ننګرهار کې ورځپاڼه شته، چې د خلکو اخبار لوستلو تند ورماته کړي.