په ننګرهار کې دزورواکو ترڅنګ طالبانو هم غصب کړې

په ننګرهار کې باوري سرچینو رسنېو ته ویلې، چې په کوټ روداتو، هسکه مېنه، چپرهار او مومندرې ولسوالیو کې تازه زرګونه جریبه ځمکه زورواکو غصب کړې خو په دې غصب کې طالبان هم شریک دي.

د جلال اباد- تورخم لویې لارې ته څېرمه په حصارشاهي سیمه کې چې د غازي امان الله خان ښارګوټي په لوېدیځ کې پرته ده، دوه زره نومرې ځمکه د پنځو قومونو د مشرانو له لوري غصب او وپلورل شوه او اوس یې هم پلور روان دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دغه غصب کې طالبان هم له قومونو پيسې اخلي او نومرې پر ګډوالو او نورو خلکو پلوري.