په ننګرهار کې دشپږو قومندانانو په ګډون دداعش۲۶کسان ووژل شو

دغه بريدونه په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دننګرهار په ځينوسيمو کې دداعشيانو اوطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.

دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي وويل چې په دې هوايي او ځمکني بريدونو کې دداعشيانو دشپږو تنو  قوماندانانوپه ګډون  ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول اويوشمير نوريې ټپيان شول .

د کوټ او اچين په ولسواليو کې  دداعشيانو پرخلاف عمليات دکوماندو دځواکونو په مشرۍ ترسره  کيږي.

د کوماندو دځواکونو وياند  جاويد سليم وايي  چې  داعشيان له ځمکې او هوا څخه ددوى تر بريدونولاندې دي  او دغه بريدونه به دډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې دوام وکړي.

ده تائيد کړه چې په نويو بريدونو کې دداعش دډلې  دشپږو تنو  جګپوړو قوماندانانو په ګډون  ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.

دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې دغه ځواکونه بريالي شول  چې د   کوټ او  اچين په پو لسواليو کې د داعشيانو  څو ستر مرکزونه له منځه يوسي .

په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې نهه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په  کوټ ولسوالۍ  کې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل  شول.

دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې دولس تنه داعشيان ووژل شول.

ويل کيږي  په دې پيښو کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

له بله پلوه په ننګرهار ولايت کې پوځيان دډاراچوونکو دجنګي وسايلو دنهو ډيپوګانوپه کشفولوبريالي شول.

دغه ډيپوګانې دخوږياڼيو،سرخ رود، نازيانو ، هسکې مينې ، کوټ  اوداچين په ولسواليو کې  دپوځي عملياتوپه بهيرکې کشف اوترلاسه شوي دي،