په ننګرهار کې ۳۲ ميليونه افغانيو په په لګښت شپږ پروژې پلې کېږي

په ننګرهارولایت  کې د کرنې وزارت له لوري د ۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې چې له بشپړېدو سره به يې د دغه ولايت کرنیزې پراختيا ته ګټه ورسېږي.

دکرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژې د جلال اباد ښار د شيشم باغ د تحقيقاتي فارم بيارغونې ته ځانګړې شوې او ياد فارم د هېواد په کچه د کورنيو زراعتي تحقيقاتو او اصلاح شوو تخمونو د توليد يو ستر مرکز دی.

د دغو پروژو د پرانيستې مراسم د تلې په ۲۲مه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د شيشم باغ په تحقيقاتي فارم کې ترسره شول او مسوولينو يې پرانيسته د کرنې د پراختيا تر څنګ د کوکنارو د کر د مخنيوي لپاره هم ګټور ياده کړه.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي رسنیوته وويل چې په يادو پروژو کې د تحقيقاتي فارم لپاره د مجهز تحقيقاتي مرکز، مجهز لابراتوار، مخانيکي ورکشاپ، د موټرو تم ځای او د سړکونو او ويالو رغول شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر يادو پروژو د کرنې وزارت د انکشافي بوديجې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د اتلسو مياشتو په موده کې به يې چارې سرته ورسېږي.

هغه زياته کړه چې د شيشم باغ تحقيقاتي فارم څلور لسيزې وړاندې رغول شوی او اوس يې په بېلابېلو برخو کې تخنيکي ستونزې پيدا کړې وې چې په دغو پروژو سره به يې کارونه لا چټک شي.

رحيمزى وايي، دغه فارم به وکولای شي پر ختيځ زون سربېره د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو ته هم کورني اصلاح شوي تخمونه ورکړي او د بېلابېلو امراضو د مخنيوي لپاره تجربې ترسره کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، په دغه ولايت کې د کرنې پراختيا د امنيت تامين او خلکو ته د کار موندنې لپاره ګټور تمامېدلی شي.

هغه زياته کړه، اصلاح شوي تخمونه خلکو ته د کوکنارو د بديل معيشت سبب ګرځي او هم خلکو ته کار موندنه رامنځته کوي.

د والي په وينا چې د نا امنۍ لوی لامل بې کاري ده او وايي، کله چې خلکو ته کار پيدا شي نو امنيت هم ورسره ټینګېدای شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد بيا د يادو پروژو د چارو پر روڼتيا ټينګار وکړ او د رغوونکي شرکت له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې بايد کارونه په پوره ژمنتیا ترسره کړي.

هغه وويل، په دې وروستيو کې د ننګرهار رغنيزې پروژې له نيمګړتياوو سره مخ دي؛ نو بايد ولايتي اداره يې هم پوره نظارت وکړي.

د يادولو ده، د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د کرنې ادارې له لوري په دغه ولايت کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت د يو بل تحقيقاتي فارم د بيارغولو چارې پيل شوې چې د بڼوالۍ د پراختيا لپاره کار کوي.