پنجشنبه , 18 اپریل 2024

په نورو کار مه لرئ؛ خپل ځان ورسوئ!

زه يې نه شم کولای

ژباړه: رفيع الله روشن

يوجاپانی حکيم په شګوکې ناست و ، له ځانسره يې فکر کاوه ،چې يو شخص راغی او څنګ ته يې کېناست ورته ويې ويل:

ما له ځانسره په شاګردۍ قبول کړه.

حکيم په شګوکې د ګوتې په واسطه خط کش کړ او سړي ته يې وويل دا لنډ کړه.!

سړي د لاس په ورغوي خط څخه نيم وران کړ،حکيم ورته وويل:

لاړ شه اويو کال وروسته راشه.

يوکال وروسته سړی راغی حکيم بيا خط کش کړ ،ورته ويې ويل لنډ يې کړه.

سړي دا ځل له خط څخه نيم په خپل لاس اونيم څنګله پاک کړ.

بيا هم حکيم ورسره ونه منله او ورته ويې ويل: يوکال وروسته راشه.

کال وروسته چې سړی بيا راغی،حکيم د پخوا پشان خط کش کړاو ورته يې ويل: دا لنډ کړه خو دا دفه سړي ورته وويل:

زه يې نشم کولای او له حکيم څخه يې هيله وکړه چې په خپله يې لنډ کړي او ده ته سم ځواب ورکړي.

حکيم د خط ترڅنګ له دې څخه بل اوږد خط کش کړ او سړي ته يې وويل :

اوس لنډ شو.!

نوروته د ماتې ورکولو لپاره دښمنۍ او شخړو ته اړتيا نشته بلکې په پرمختګ او مثبته لار هغوی ته ماتې ورکړئ،په نورو باندې کار مه لرۍ خپله کار وکړئ او ځانونه يو ځای ته ورسوئ.