پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په نیمه شپه کې له خوب څخه د ماشومانو را ویښېدلو ستونزه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

نیمه شپه چې په ژور خوب ویده یاستئ، نا څاپه غږ او یا هم د خپل بدن ټکان ته مو پام کېږي، په پیل کې هڅه کوئ، چې هېڅ پام ورته ونه کړئ، خو بیا تکرارېږي . تاسو لا چاره خپلې سترګې پرانیزئ او ګورئ چې ماشوم مو ستاسو په سر پورې ولاړ دی او وایي : نه شم کولای چې ویده شم . که چېرې دا مسئله ستاسو له پاره ځورونکې وي او نه شئ کولای چې وې زغمئ، نو له موږ سره ملتیا وکړئ .

د ښوونځي ماشومان ولې نیمه شپه له خوبه را ویښېږي ؟ زما ماشوم ولې د شپې په اوږدو کې سم نه ویده کېږي ؟ دا هغه پوښتنې دي، چې ښایي ډېری میندې او پلرونه یې له ځانه وپوښتي، خو باید پوه شئ، چې په نیمه شپه کې له خوبه را ویښېدل، د شپې خوب د څرخ یوه له طبیعي برخو څخه ده، خو ښه خوب لرونکي کسان پوهېږي، چې له را ویښېدو وروسته، بېرته څنګه آرامه ویده شي، خو له بده مرغه د ښوونځي ماشومان تر اوسه دا مهارت نه دی موندلی . په بل عبارت که چېرې کوم ماشوم د ویده کېدلو له پاره، خپلو والدینو او یا بلې کوم وسیلې ته اړتیا لري، په ډېر احتمال سره په نیمه شپه کې هم له خوبه را ویښېږي .

حتا هغه ماشومان، چې ښه او آرامه خوب لري هم په نیمه شپه کې د را ویښېدلو له ستونزې څخه جلا نه دي . د دې عمر ماشومانو دودیزې خواشینۍ لکه : په تېره آزموینه کې د ښو نمرو نه اخیستل، له مرګ څخه وېره، طبیعي بلاګانې او نور … کولای شي هغوی له خوبه را ویښ کړي . د خوب لیدل هم په نیمه شپه کې د را ویښېدلو له پاره بل دلیل دی .     نورې غیر معمول پېښې، لکه : مسافري، ناروغي هم په شپه کې د ماشومانو د را ویښېدلو په برخه کې بې اغېزې نه دي .

ځینې ماشومان په ډېرې سختۍ ویده کېږي او د خپل خوب له پاره تاسو، کیسې او یا هم خپلو ناوکیو ته اړتیا لري . ستونزه له همدې ځایه پیلېږي . کوم ماشوم، چې د خپل خوب له پاره کومه څیز او یا کوم چا ته اړتیا لري، که چېرې نیمه شپه له خوبه را ویښ شي، پرته له هغې وسیلې او یا خپلو والدینو څخه نه شي کولای، چې بېرته ویده شي .

د حل لارې :

له هغو تګلارو او یا هغو وسایلو څخه چې ماشوم په نیمه شپه کې ورته لاسرسی نه لري، د ویده کولو په پیل کې ترې ډډه وکړئ . د ماشوم د خوب کولو له پاره داسې فضا را منځته کړئ، چې هغه وکولای شي، په مرسته یې په نیمه شپه کې هم په آرامه توګه ویده شي .     د بېلګې په توګه : که چېرې د کور ټول څراغونه مړه کوئ، د شپې په پیل کې د ماشوم د ویده کېدلو پرمهال یې هم مړه کړئ، سر بېره پردې، کله چې تاسو د هغه له ویده کېدلو څخه مخکې، له کوټې څخه وځئ، که چېرې په نیمه شپه کې له خوبه را ویښ هم شي او تاسو په خپل څنګ کې ونه ویني، نو حیران به نه شي او کولای شي پرته له تاسو یو ځل بیا ویده شي . په خپلو کارونو کې ثبات ولرئ .

پروګرامونه طرحه کړئ او په ترسره کولو کې یې ثابت قدمه واوسئ . هېڅ څیز له دې څخه بد نه دی، چې ماشوم په شپه کې له خوبه را ویښ شي او ستاسو خوب هم در خراب کړي. هڅه وکړئ، چې هغه په خپل څنګ کې ویده نه کړئ، حتا که چېرې دا کار مو په اوونۍ کې یو یا دوه ځله ترسره کړ، ډاډه اوسئ، چې ماشوم یې زده کوي او دا کار د تل له پاره تکرارېږي، له خوب ځای څخه پورته شئ او هغه تر خپل خوب ځایه پورې بوځئ، هغه ښکل کړئ او بېرته خپل ځای ته را وګرځئ . دا کار چې هر څو ځله اړین وي تکرار یې کړئ، ترڅو ماشوم له شرایطو سره روږدی شي . د بلې دا ډول شپې د ستړیا لرې کولو له پاره باید ترخه قهوه وڅکئ، تر څو وکولای شئ، د شپې تر پایه انرژي ولرئ . که چېرې ماشوم ناروغ دی او یا هم بد خوب یې لیدلی دی، داسې تصور کړئ، چې کولای شئ، دا قانون له منځه یوسئ، خو دا کار مه ترسره کوئ یا لږ تر لږه ستاسو په تخت باندې ویده شي او یا هم تاسو د هغه کوټې ته ورشئ .

ستونزې له یو بل سره حل کړئ :

هغه ماشوم چې ښوونځي ته ځي، دومره ستر دی، چې بې منطقه او خیالي وېرې له منځه وړي، البته دا په دې مانا نه ده، چې له مسایلو څخه نه وېرېږي او نه ځورېږي، پنځه تر اته کلن ماشومان ډېر زیات له وېرې او وحشت سره لاس و ګرېوان کېږي، په همدې دلیل والدین باید په ورځ کې یو ساعت د ماشوم د خواشینیو او وېرو په اړه خبرو ته ځانګړی کړی او له هغه څخه د وېرو په اړه یې پوښتنه وکړئ او د امکان تر بریده یې آرام کړئ او ورته ووایي، چې هېڅ ستونزه نه شته .

هڅونه :

مکافات او ډالۍ کولای شي، د شپې د بدو خوبو څخه د خلاصون له پاره ماشوم ته د زړورتیا ورکولو تر ټولو غوره تګلاره وي، ځینې والدین فکر کوي، چې په دې کار سره خپل ماشوم ته بډې ( رشوت ) ورکوي، خو په موقع او په خپل تخت باندې د ماشوم ویده کېدل، ستونزمن کار دی، نو دومره بده هم نه ده، چې د کوچنیو ډالیو په ورکړې سره یې وهڅوو . دې موخې ته د رسېدو له پاره کولای شئ، یوه دېوالي جنتري ترتیب کړئ او کومه شپه چې ماشوم په موقع او په خپل تخت باندې ویده شو، نو له هغه څخه وغواړئ، چې په جنتري کې هغه نېټه په نښه کړي او کله چې په پرله پسې توګه پنځه شپې یې دا کار تکرار کړ، نو یوه کوچنۍ ډالۍ چې ورسره ډېره مینه ولري، ور یې کړئ . هرڅومره چې د دې شپو شمېر زیاتېده، نو ډالۍ ستره کړئ . دا کار تکرار کړئ، ترڅو ماشوم په خپل تخت باندې له ویده کېدو او په نیمه شپه کې له نه را ویښېدو سره روږدی شي .

نظر یې وپوښتئ :

د ماشوم د خوب وضعیت د ښه والي له پاره، د کورنۍ له پاره د پروګرامونو د طرحې پرمهال، له هغه څخه هم نظر وغواړئ . ډېری ماشومان، په دې هیله، چې سبا سهار به د خپلو والدینو غېږې ته پناه یوسي، په خپل خوب ځای کې پاتې کېږي . د بېلګې په توګه که چېرې په خپلو بحثونو کې مو له هغه څخه وغوښتل، چې د سهار تر اوو بجو پورې په خپل ځای کې پاتې شي او هغه په پنځو بجو باندې ټینګار کاوه، نو کولای شئ، له یو بل سره په شپږو بجو باندې موافقه وکړئ . که چېرې ماشوم تر اوسه هم په ساعت باندې نه پوهېږي، کولای شئ د هغه د کوټې په ساعت باندې یوه نښه ونښلوئ، کله چې د ساعت عقربه هغې نښې ته ورسېده، نو کولای شي، له کوټې څخه را بهر شي .

موافقه کول :

له ماشوم سره موافقه وکړئ، چې کولای شي، ستاسو کوټې ته راشي، خو ستاسو په تخت باندې ویده کېدلی نه شي . د بېلګې په توګه : که چېرې وې غوښتل، چې ستاسو په کوټه کې ویده شي، نو په ځمکه ورته خوب ځای جوړ کړئ، له څو اوونیو وروسته ماشوم له دې وضعیت څخه ستړی کېږي او بېرته خپلې کوټې ته ځي .