په هرات ولایت کې د لاجوردو تاریخي لار د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسمآَ پرانیستل شوه.

د لاجوردو لار، د هېواد د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډه، ارزانه او ډاډمنه لاره ده، چې پنجشبه نهو لاریو موټرو د لاجوردو په تاریخي لار د ترکیې په لوري حرکت وکړ.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس، د مالي وزارت سپرست او د ټولګټو چارو وزیر ګډون درلود.

د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ، د لاجوردو لار د ترانزیټی، سوداګریزیو، ترانسپورټي همکاریو، د ترانزیټي خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکي فعالیتونو د ودې په موخه، سمندري بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه پرانیستل شوي ده.