پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په هلمند کي د طالبانو يو زندان مات شوى او پر مهال يې ٥٨ تنه زندانيان خوشي شوي دي

د دې ولايت د ٢٠١٥ ميوند قول اردو د اووم کنډک په خبرپاڼه کي راغلي چې د سه شنبې په شپه يې ځواکونو د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کي د طالبانو پر پټنځايونو عمليات تر سره کړي دي چي په پايله کي يې د طالبانو هغه زندان مات کړى دى چي امنيتي ځواکونه او ولسي خلک پکي ساتل کيدل .

د خبرباڼي په حواله چي په دې زندان کي ٤ د ملي اردو سرتيري ،١٥ تنه پوليس،٢ تنه ډاکټران ،او ٣٣ تنه ملکي کسان ساتل کيدل .

خبرباڼه زياتوي چي په دې علمياتو کي امنيتي سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى او څلور تنه وسله وال طالبان هم نيول شوي چي ددې زندان ساتونکي وو.

خبریال برکت الله هڅاند