په ویښتانو د نکریزو استعمال څه ګټې لري؟

د نکریزو استعمال خصوصا په میرمنو کې ډیر وي، چې د لاسونو او پښو ښکلا پرې جوړوي، ددې استعمال بیا هاغه وخت زیات شي کله چې د نامزادۍ، کوژدنې یا واده مراسم جوړ وي، او د نکریزو استعمال په میرمنو کې د خوښۍ او ښکلا نښه ده.

د نكريزو استعمال په لاسونو او پښو د نارینه لپاره ښه کار نه دی خو که دغه کار د درملو په شکل وشي استعمال یې باک نه کوي، او د سر په ویښتانو یې استعمال په ځای د دې چې تور یا سور رنګ ورکړل شي نکریزې غوره بدیل دی، نکریزې یوازې ښکلا نه بلکې د ویښتانو لپاره ځانګړې روغتیایي ګټې هم لري.

په نکریزو کې طبیعتا یخوالی شتون لري چې انسان له سختې ګرمۍ څخه ژغوري، په ګرمۍ کې ویښتان له ژیړوالي ساتي او له بیخه یې پیاوړي کوي، او د ښکلا ترڅنګ ویښتانو ته یو شمېر ګټې هم وربخښي، چې په لاندې ډول دي:

ویښتان روغوي

په یوه میاشت کې پر ویښتانو دوه واره نکریزې لګول مو ویښتانو ته یو ځل بیا روغتیا ورکوي او له شته زیانونو څخه یې ژغوري، همدا ډول ويښتانو ته ښکلا او ځلا وربخښي، نکریزې په سر کې تیزابي اثرات برابر ساتي، چې له کبله یې د ویښتانو طبیعتي بڼه نه اغیزمنه کیږي.

د ویښتانو تویېدو مخه نیسي

د ويښتانو تویېدو ستونزې مخنیوي لپاره د نکریزو استعمال ګټور دی، ددې لپاره به ۲.۵ ملي لیتره مسټرډ تېل واخلۍ او ښه به یې وخوټوئ، د نکریزو روغې پاڼې په کې ګډې کړئ او بیا یې ښه وخوټوئ، په دې تېلو سره اوونۍ کې دوه یا درې واره سر غوړ کړئ د ویښتانو تویېدو ستونزه به ختمه شي.

د ویښتانو سپينوالی ورکوي

که غواړئ چې ویښتان مو له نورو ستونزو وساتئ او سپینوالی یې هم ورک شي نو د نکریزو استعمال یې غوره لاره ده، په نکریزو کې هیڅ ډوله امینو اسید شتون نه لر ي او نه داسې کیمیاوي مواد چې د ویښتانو رطوبت او نمي له منځه یوسي، ددې لپاره په تودو اوبو کې یوه کاشوغه وچه آمله په نکریزو کې ګډه کړئ، له ښه میکس کېدو وروسته یې پر سر ووهئ او د دوه ساعتونو لپاره یې پریږدئ، د ویښتانو سپينوالی به مو تور او ځلا به یې لا زیاته شي.

د پخې مخنیوی کوی

نکریزې د سر پخې له منځه وړلو لپاره هم ګټورې دي، ددې لپاره د فینوګریګ «Fenugreek» (یو ډول تخم دی چې په بېلا بېلو کیمیاوي موادو کې استعمالیږي) تخم/دانې په یوه یا دوه کاشوغې اوبو کې تر سهاره کیږدئ، د شړشمو تېل او د نکریزو وچې پاڼې به ګډې کړئ، په اور یې کیږدئ بیا یې سړې کړئ او د فینوګریک دانې چې پستې شوې به وي په دې کې ګډ کړئ، په ویښتانو یې ووهئ او د یوه ساعت لپاره یې پریږدئ، بیا مو ټول بدن پریمنځئ، د سر پخې له منځه وړلو لپاره دغه لاره که څه هم تکلیف غاړي خو تر ټولو زیاته اغیزمنه ده.

زیانونه یې:

ددې سربېره په ویښتانو د نکریزو استعمال څو زیانونه هم لري، چې د نکریزو وچوالي پرمهال په اسانه نه لرې کیږي، همدا ډول کله ناکله نکریزې هغه رنګ پرینږدي چې د کوم تاسې تمه لرئ (نکریزې یو شمېر بېلا بېل ډولونه لري)، همدا ډول د نکریزو په استعمال ویښتان خوشک یا وچیږي، ددې لپاره په کار ده هره ورځ داسې د سر تېل استعمال کړئ چې ویښتان مو تازه او لامده وساتي.