په ټاکنيزو کمپاينونو کې د نوماندانو له ژمنو سره بلد شئ!

پارلمان (ولسي جرګه او مشرانو جرګه، ولايتي شوراګانې او د ولسواليو شوراګانې) د يو دولت مقننه ځواک جوړه وي. د افغانستان په اساسي قانون کې د غه ارګانونه د هېواد د مقننې قوې برخې او د قانون مطابق دندې او صلاحيتونه لري.

مقننه قوه د ولت له اجرائيه قوې سره په داسې یو ډول کار کوي، چې د اجرائيه قوې يا حکومت لپاره قوانين تصويب کوي، د حکومت په چارو باندې څارنه او نظارت کوي او حکومت خپلو نېمګړتياوو او ستونزو ته متوجې کوي. د مقننه قوې غړي هېڅ ډول اجرائيه صلاحيت نه او نه هم قانون اجازه ورکوي، چې اجرائي چارې تر سره کړي.

اجرائيه صلاحيت څخه موخه دا ده، چې دوی نه شي کولي، يو کس په مستقيم ډول وټاکي، يو کس له دندې ګوښه کړي، ملکي او پوځي کس ته رتبه ورکړي، تقاعد کړي، دنده يې وځنډوي، تبديل يې کړي او داسې نورې چارې. دغه ټول کارونه د يو دولت د اجرائيه ځواک يا حکومت له خوا تر سره کيږي، پارلمان او ولايتي شوراګانې يوازې پرې نظارت کوي، کارونه يې څارې، نمېګړتياوې يې ورته په ګوته کوي.

د ټاکنيزو کمپاينونو په وخت کې د مقننه قوې يو شمېر نوماندان، چې يا يې د زده کړو کچه ټېټه وي، يا يې تجربه کمه وي او يا هم د خپلې دندې لايحې وظايفو څخه خبر نه وي او يا هم قضداً، ترڅو خلک دوکه کړي او رايې لاس ته راوړي، داسې ژمنې کوي، چې مقننه قوه په اجرائيه قوه کې، اجرائيه قوه په مقننه قوه کې، قضايه ځواک په مقننه ځواک او اجرائيه ځواک په قضايه ځواک کې سره دننه کړي، يو او بل سره مدغم کړي او يو نوی ډول هوايي د خپلې خوښې نظام رامنځ ته کړي.

د پارلمان او ولايتی شورا نوماندان له خپلو خلکو سره دا ډول احساستي ژمنې کوي او وايي:

– که زه چېرې ستاسو په رايه بريالی شوم، نو د کلي او سيمې سپين ږيري به عمرې او حج ته ولېږم او هڅه به وکړم، د اسلام دغه پنځمه بناء تاسو تر سره کړئ.

– په دې کلي کې به درته يو د هلکانو ښوونځۍ، يو ښوونځي د جونو لپاره او يو روغتون جوړ کړم؛ غه سړک به درته پوخ کړم او ټول شيان به داسې درته برابر کړم، چې له کلی به درته ښار جوړ کړم او تاسو به بيا نور اړ نه وی، چې د خپلو ستوزو لپاره ښار ته لاړ شئ.

– هغه کسان چې له حکومت سره بنديان دي را خوشي به يې کړم، وسله وال مخالفين به د سولې خبرو ته کېنوم، په نړېوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو به فشار راوړم، چې په افغانستان کې په رېښتنې ډول سره خپلې موخې څرګندې کړي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال وېش به برابر کړم او د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړيکې پراخه کړم.

– ملي او وسلوالو پوځ ته به نوي کسان جذب کړم، په نويو او مجهزو وسلو به يې برابر کړم، د پوځي عملي روزنې لپاره به سرتيری بهر هېوادونو ته ولېږم او د هېواد څخه د دفاع په موخه به سيمه ييز تړونونه رامنځ ته کړم.

– د افغانستان د ملي حاکميت او ملي خپلواکۍ موضوع مې د ټولو نورو کارونو په سر کې ځای لري، په کم وخت کې به له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان پرتې پولې مالومې کړم او د ډیورند د کرښې موضوع به په داسې ډول حل او فصل کړم، چې ستاسو د لوی افغانستان خوب به په کې رېښتيا شي.

– بې زده کړو ځوانانو ته په خپل کلی کې د سودا زده کړې زمينه برابره کړم، د بزګرانو هغه ستونزې، چې اصلاح شويو تخمونو، کيماوي سرې او د ټراکټور په برخه کې يې لري، په کم وخت کې به يې غم وخورم.

– هغه ځوان چې په ښو نمبرو له ښوونځي او يا له پوهنتون څخه فارغيږي، دا زمينه به ورته برابره کړم، چې د خپلو نورو لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.

– دغه ولايت ته مرکزي حکومت په ټېټه سترګه ګوري، لومړۍ درجې ته به ارتقاء ورکړم، بودېجه به يې ډېره کړم، د راتلونکي پارلمان او ولايتي شورګانو د چوکيو شمېر به يې ډېر کړم.

په تېرو ټاکنو کې به مو دا ډول ژمنې عملاً لېدلي او يا به يې هم د راتلونکو ټاکنو په کمپاينونو کې ورسره مخ شئ. اوس يې تاسې سره پرتله کړئ. پورته خبرې د نوماندو وکيلانو خبرې او ژمنې دي او د هېواد اساسي قانون دوی ته دغه دندې ورکړې دي.

(د افغانستان اساسي قانون،

پنځم فصل: ملي شورا

نوي یمه(۹۰) ماده، ملي شورا دا لاندې واكونه لري:

لمړۍ فقره: ۱- د قوانينو او تقنيني فرمانونو تصويب، تعديل يا لغوه كول؛

دويمه فقره : ۲- د ټولنيزو، فرهنگي، اقتصادي او تكنالوژيكي، پرمختيايي پروگرامونو تصويب؛

درېیمه فقره : ۳- د دولتي بودجې تصويب او د پور اخيستو يا وركولو اجازه؛

څلورمه فقره : ۴- د اداري واحدونو منځته راوړل، تعديل او يا لغو كول؛

پنځمه فقره : ۵- د دولتونو ترمنځ د تړونونو او بين المللي ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول؛

شپږمه فقره : ۶- په دې اساسي قانون كې نور درج شوي واكونه.)

همدا ډول د څار او نظارت واک او صلاحيت ولايتي او د ولسواليو شوراګانې لري. قانون مقننه قومې ته په تېنګار وايي، چې تصويب، اجازه ورکول، لغوه کول، تائيد او نورې چارې يې واک او ځواک دی، خو نوماندان، داسې کسان په ټاکنيزو کمپاينونو کې له ځان څخه جوړ کړي، چې هم د ولسمشر صلاحيتونه له ځان سره واخلي، هم د کابينې د وزيرانو او هم د ولايتونو د واليانو.

په راتلونکو ټاکنو له تېر څخه ګټه واخلئ او په پوره ډول سره سياسي هوښيار پاتې شئ، نوماندان متوجې کړې، چې هره ژمنه يې د مقننه قوې څخه بهر لاړه نه شي.

لیکنه : ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن