په ټنبلۍ څنګه غلبه وکړو

ژباړه : احسان الله عابد

کله مو چې په ورځنيو چارو کي کارونه پرلپسې او ډېر وي، دې ته به سرګردانه ياست چې لومړی کوم کار پیل کړئ او په خير يې بېرته پای ته ورسوئ.

دا چې هر څوک تر خپله حده، بې پروايي لري. نو کولای شو چې د لاندې مهمو ټکو په مرعاتولو سره، پر بې پروايۍ او ټنبلۍ برلاسي شو او دغه ناوړه پديده په خپل ژوند کې له منځه يوسو.

مغز مو کنټرول کړئ

تاسو چې کار کوئ يا کار کولو ته تیاری نيسئ يوازې او يوازې مو بايد فکري تمرکز پر کار کولو وي، يا کله چې کار مو تر وس او توان لوړ وي، کولای شئ له نورو پوهو کسانو سره په اړيکه کې شئ او په اړه يې مشورې ورڅخه واخلئ.

او دا هم په ياد ولرئ چې هېڅکله د کار کولو پر وخت خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ. په ارام فکر او لوړې حوصلې سره کار کولو ته ادامه ورکړئ.

لوی کارونه مو ځان ته کوچني کړئ

ورځني کارونه پر مهالوېش تجزيه کړئ، يوه مرسته چې له تاسې سره یې کړي د مهالوېش تنظيمول دي. کله چې مو کارونه پر اونيز مهالوېش يا ورځني مهالوېش تجزیه کړل، خپلو کارونو ته ادامه ورکړئ. کله چې مو ټول کارونه پای ته ورسول، دا و ازمايئ چې مهالوېش ستاسو سره په دې برخه کې څومره مثبته مرسته کړې ده.

خواړه پر وخت وخورئ

کله چې مو کارونه پای ته ورسېدل، پر ټاکلو وختونو باندې د ځان له پاره ځانګړي خواړه تياروئ او خورئ يې، ترڅو جسمي انرژي مو بېرته لاسته راوړئ.

داسې مه کوئ چې يوازې يو ډول خواړه خورئ؛ بلکې هره ورځ بېلابېل خواړه د ځان له پاره تیار کړئ او د تحفې په ډول يې خپل بدن ته وړاندې کړئ. ترڅو د انرژۍ له اړخه پر کار کولو برلاسي و اوسئ.

فکر مه کوئ بلکې کار مو پای ته ورسوئ

ځينې وختونه چې په کار اخته ياست، څوک مو په کار کولو کې در ولوېږي، د هغه په اړه هېڅ فکر مه کوئ، کولای شئ چې د هغه نظريات د خپل کار کولو په اړه واورئ، تر هغه وروسته مو په ياد کس اعصاب مه خرابوئ چې ولې مو په کار کولو کې در ولوېده، که چېرې نظر يې ستاسو له پاره په زړه پورې و، عملي يې کړئ، کنه تر هغه وروسته مو خپلو کارونو ته ادامه ورکړئ، يوازې داسې حل لارې ورته ولټوئ چې په هغه سره تاسې خپل کار په اسانۍ سره پای رسولای شئ.

زړه مو غټ کړئ

هغه کارونه چې تاسې ورباندې برلاسي ياست او حتما يې بايد وکړئ هېڅ ضروري نه ده چې د هغه په اړه دې تاسې له خپل فکر سره مشوره وکړئ او هغه کارونه چې فکري اړتيا غواړي کوښښ وکړئ چې له خپل فکر سره مشوره وکړئ او پای ته یې ورسوئ.

د بېلګې په توګه؛ که چېرې په ښوونځي کې ازموينه ورکوو، طبعي خبره ده چې فکري اړتيا ورته ډېر ليدل کېږي او سوالونو ته حل لاره يوازې له فکري لارې راتلای شي، خو کله چې ورزش کوو، يا په جرئت خبرې کوو، د هغه له پاره لازمي نه ده چې موږ دې بايد له دماغ يا فکر سره مشوره وکړو، بلکې په غټ زړه يې پر مخ يوسو.

له ياده يې مه باسئ چې يو تر صفر ښه دی

يو بل دليل دا دی چې موږ تل د پرمختګ هيله لرو. په مخ کې موجوده کارونه دي چې بايد پای ته يې ورسوو، کله چې په سل فيصده کار کې دېرش يا څلوېښت فيصده کار وکړو، نسبت دې ته چې هېڅ کار مو نه وي کړی زموږ له پاره ډېر بهتر او مهم دی.

د کار پای ته رسولو له خوند سره ځان عادت کړئ

انسانان ټول هغه کار خوښوي چې له هغه څخه خوند اخلي، د ټنبلۍ لامل په پوره ډول د کار پای نه رسول وي، کله چې تاسې څو- څو ځله کار پای ته ورسوئ، ډېر خوشاله کېږئ او پر دې کار لا برلاسي کېږئ.

تاسو به اروېدلي وي چې د هر برياليتوب شاته خوښي حتما موجوده وي، په همدې اساس کله چې تاسي ورځني کارونه پای ته رسوئ، د پای ته رسولو سره ډېره خوښي هم احساسوئ.

د ټنبلۍ بې نظمي له منځه وړل.

سستي او ټنبلي د انرژۍ د له منځه تلو سبب کېږي؛ نو پر دې هڅه او کوښښ کوو چې له ټنبلۍ او سستۍ څخه ځان ليرې وساتئ او خصوصآ دغه ناوړه پديده مو له خپله ژوند ليرې کړئ. د ټنبلۍ او سستۍ په له منځه تلو سره کېداي شي چې ستاسو مفکوره پياوړې او ذهن مو له پلانونو او نوو طرحو څخه برخمن شي.

ذهن مو خالي کړئ

که چېرې تاسو د خپلو کارونو له پاره مهالوېش لرئ، هر څومره چې ژر کولای شئ هغومره ژر يې ترسره کړئ که چېرې تاسې د دې فکر کوئ چې په راتلونکي کې يې وکړئ، دا ستاسو د انرژۍ د له منځه تلو سبب کېږي او تاسو لټ او سست اموخته کوي.

هغه کارونه چې تاسو ورته فرصت او لاس رسی لرئ که چېرې هېڅ ضروري نه وي لازمي نه ده چې تاسې دې هغه کار وکړئ، بلکې که مو وخت ورته پيداکړ کولای شئ چې هغه کارونه وکړئ او پای ته يې ورسوئ. ترڅو مو ذهن له زړو کارونو څخه پاک شي او د نورو کارونو په لټه کې شئ.

په همدې اساس فرض کړئ چې کله يو لوښی غوړ وي پر هغه چې هر څومره اوبه تویې کړئ اوبه بېرته د هغه پر سر له منځه ځي او غوړ بېرته پر همغه لوښي پاتې کېږي. همداسې که چېرې مو ذهن له ډول ډول فکرونو څخه ډک وي د همغه غوړ لوښي په څېر به وي، چې هر څومره نوي فکرونه وکړئ خو بيا هم هېڅ ګټه نه لري او په ذهن کې مو نه پاتې کېږي.

حواسي عوامل مو له منځه يوسئ

د کار کولو پر وخت مو راډیو او ټلوېزيون بند کړئ، په واقعي ډول که غواړئ چې ليک لوست وکړئ، يا کوم بل کار وکړئ انټرنېټ مو بايد خاموشه وي، یوازې په کمپيوټر کې يو کوچنی چوکاټ پرانيزئ چې په هغه کې يو کار، يعنې ليکل او مطالعه وکړئ، ځکه د کار کولو ليکلو او مطالعې پر وخت د راډيو، ټلوېزيون او نورو غږيزو الو روښانه پرېښول مو فکر خپلي خواته وړي، د کار مو خنډ کېږي او مخه مو نيسي.

ورځنی يادښت

د ورځنيو عواملو لیکل چې ستاسو د کار کولو مخه نيسي يا مو خنډ ګرځي له ځان سره يې د يادښت په کتابچه کي ولیکئ، تر يادښت وروسته يې د له منځه وړلو په لټه کې شئ، ستاسو افکار کولای شي چې د دې مشکلاتو او خنډونو پر وړاندې کلکه مقابله وکړي، که چېرې تاسو موجوده ستونزې له ځان سره يادښت نه کړئ، کېدای شي چې هغه ستونزې مو نور هم د کار کولو خنډ وګرځي. د يادښت کتابچه تل ستاسو په نوو پلانونو او طرحو کې کومک کوي او تاسې د ټنبلۍ او مايوسۍ له بدې پديدې څخه ژغوري.