په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ کې د رسنیو رول

ژباړه:  سمیع الله درانی

د یو هېواد یوه برخه د بلې برخې پوره کوونکې ده، مثلاً د یو هېواد هنرونه، رواجونه، سیاسیون، د ملي مشرانو خبرې اترې، د خلکو له خوا ملي مشرانو ته د معلوماتو او مشورو ورکولو په وسیله د هېواد په کچه پراخه اړیکې رامنځته کېږي، چې همدغه اړیکې بیا په ملي پالېسۍ او ملي اهدافو ساتلو کې خورا مهم رول لوبوي، نن سبا د هېوادونو نفوس خورا زیات دی، د همدې زیات نفوس له امله ملت نه شي کولای ، چې د ساده لارو نه له دولت سره اړیکه ولري، ملت او دولت خپل منځي اړیکو لپاره یوې وسیلې ته اړتیا لري، چې دغه وسیله مېډیا ده، رسنۍ یا مېډیا د عوامو، دولت، مشرانو ، سیاسیونو او خلکو ترمنځ اړیکې ټینګوي، د یوبل احوال دواړو لورو ته رسوي.

مېډیا د یو هېواد په پرمختګ، تعلیم ورکولو، کمپاین کولو، د عامه پوهاوي په ورکولو، خبرولو، تفریح برابرولو او سولې په راوستلو کې خورا مهم او رغنده رول لري.

په ۱۹۴۹ م کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې معلوماتو ته د لاسرسي کنفرانس ترسره شو او په دغه کنفراس کې د بیان ازادي او د اطلاعاتو ترلاسه کول د خلکو مسلم حق وبلل شو.

په ۱۹۶۲ م کال کې یونیسکو د سروې په ترڅ کې وموندله، چې ۷۰ سلنه خلک د کافي معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

په یوې ذمه وارۍ په وجه د امریکا متحده ایالاتو ټولو هېوادونو باندې غږ وکړ، چې د مېډیا په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي، ځکه مېډیا د یو هېواد په اقتصادي پلان کې شامله ده او مهم رول پکې لري، ځکه د توکو او محصولاتو اعلانات، سیاحتي ځایونو معرفي کول، سېنما، هنرونه، تولیدات، پوهنه، پرمختګونه ټول د مېډیا د نشراتو او انتشاراتو له امله رامنځته کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو وویل، چې مونږ باید ټول د دې اساسي برخې ساتنه وکړو، ترڅو مېډیا پرمختګ وکړي او مېډیا بیا د یو هېواد په پوهنه ، ټولنیز پرمختګ او اقتصادي ترقۍ کې مهم رول ولوبوي.

سربېره پر دې متحده ایالاتو وړاندیز وکړ، چې خپلواکې رسنۍ د یو هېواد په ښې حکومتولۍ کې ښه بدلون راوستلی شي، ځېنې وختونه د عوامو غوښتنې ډېرې لوړې وي او حتی دا غوښتنې تر نړۍ والو هېوادونو پورې اړیکې پېداکوي، چې دا هر څه مېډیا رابرسېره کولای شي، د مثال په ډول که د هېواد یو تکړه سرتیری د هېواد نه د دفاع په لارکې سخت ټپي شوی وي او په هېواد کې یې تداوي ناممکنه وي، بیا همدغه رسنۍ له نوموړي سرتیري او کورنیو سره یې مرکې کوي او د هغوی غوښتنې او اړتیاوې رابرسېره کوي، چې بالاخره دولت او یا هم ملي سوداګر د نوموړي سرتیري مرستې ته رادانګي او تر بهرنیو هېوادونو یې د درملنې لپاره لېږدوي.

بل پلو همدا رسنۍ دي، چې د دولت ټولې کړنې څاري، د هغوی ناغیړي ور په ګوته کوي او د خلکو اړتیاوې ورپېژني، مېډیا دولت خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي، فساد یې غندي او دولتي چارواکي د عدالت تلې ته راکاږي، د هغوی پر وړاندې رپوټونه خپروي او د قضاوت لپاره ملت قاضي کوي.

 

مېډیا د محکم، مضبوط او پایداره پرمختګ او مرکزي اهمو برخو د معلوماتو په برخه کې کلیدي رول لري، ځکه د ژورنالېستانو هغو برخو ته خورا پام وي، چې حساسې وي، د ژورنالستانو مشاهده تر عادي او نورو وګړو نسبتاً تېزه وي او نیمګړتیاوو ته یې ژر پام کېږي، د پرمختګ لارې ورته معلومې وي، اړیکې یې پراخه وي، له ټولنې سره نږدې وي، د خلکو د احوال نه هر وخت ځان خبروي او خبریال تل خوځند او متحرک وي، لټي نه کوي او تل هڅاند وي.

رسنۍ د خلکو د بنسټیزې ترقۍ لارې خلکو ته ورښيي او معلوماتو په وړاندې کولو سره خورا ځواکمن رول لوبوي.

د پخوانیو بریالیو وګړو، کیسې او داستانونه خلکو ته ور اوروي او د وېډیو په ډول یې ور خپروي، چې بیا وګړي هم د خپل پرمختګ لپاره همغه تګ لاره غوره کوي او مهمې پالیسیانې جوړوي.

خپلواکې رسنۍ د زړه نه د هېواد او د وګړو د پرمختګ په غم کې وي، ژورنالستان تر ډېره پاک، سپیڅلي او مقدس خلک وي، ځکه اسلامي صحافت د پېغمبر ص وارثیت او رسالت دی.

چې رښتیني پېغامونه ، رښتیني او حقیقي معلومات ترخلکو ورسوي.

مېډیا خلکو ته د دې موقع برابروي، چې خلک په انفرادي او ډله ییزه توګه خپل نظریات شریک کړي، خپلواکې رسنۍ د خلکو ترمنځ د معلوماتو په لېږد او په ملي خبرواترو کې د خلکو د ګډون او تصمیمونو په برخه کې ژوندی او بنسټیز کار کوي.