د رسنیو د راپور له مخي یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې نن له غرمي وړاندې د کابل په شهرنو سیمه کې د خلکو هغه ډله چې په یاده سیمه کې د مظاهرو په هدف راټول شوې وه هدف وګرځوي ، له وړاندي افغان ځواکونو په ډزو وواژه.
ویل کېږي چې د مظاهره کوونکو شمیر شااوخوا ۱۰۰ تنو ته رسیده ، چې د حکومت له خوا یې د یوه سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون غږ پورته کړی و.
په پېښه کې له ځانمرګي بریدګر پرته بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی.
خبریال صفت الله محبت