په کابل کې دوو لاسي بمونو یو کس وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي چې د شنبې ماښام شاوخوا اووه بجې د کابل ښار اړوند د عبدالحق څلور لارې کې نامعلومه کسانو پر یوه عراده رنجر موټر باندې دوه لاسي بمونه غورځولي چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسولیت په غاړه ندی اخیستی.