په کابل کې سخي زیارت ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۶تنه وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په ننني ځانمرګي برید کې تر دې مهاله ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي نن رسنیو ته وویل چې ځانمرګی بریدګر پلی و او د علي اباد روغتون مخې ته یې ځانته چاودنه ورکړې چې ياده مرګ ژوبله یې اړولې.

دنوموړي په خبره په وژل شویو اوټپيانو کې ډيری برخه ملکي وګړي دي.

دنورو جزیاتو لپاره انعکاس وڅارئ…