په کاري چاپېریال کې یو مدیر خپله غوسه څنګه کنټرول کړي؟

 

۱ ـــ لږ قدم ووهئ ترڅو غوسه مو سړه شي:

د یوې کارې غونډې په ترڅ کې، کله چې یو څوک ستاسو د مدیریت په سبک او ستاسو تر ادارې لاندې څانګه باندې نیوکه کوي، نو مه غوسه کېږئ . کله چې وینئ، د غوسه کېدلو قصد لرئ، له هغه ځایه لرې شئ، یوه بانه وکړئ او له غونډې څخه بهر شئ، ترڅو وکولای شئ، خپله غوسه را کمه کړئ. که چېرې د خپلې غوسې د را کمولو له پاره ځان ته فرصت ورکړئ، نو کولای شئ، چې د خپلو احساساتو کنټرول یو وار بیا ترلاسه کړئ.

۲ ـــ له هر ډول غبرګون څخه مخکې توضیحات وغواړئ:

که چېرې د یوه فرد د تېروتنې په خاطر غوسه شوئ، نو د بېلابېلو پوښتنو په پوښتلو سره وخت تېر کړئ . کولای شئ، د نورو له خبرو څخه ګټه واخلئ او له هغوی څخه پوښتنې وکړئ؛ په خپل دې کارسره هغه فرد ته وخت ورکوئ، ترڅو خپلې تېروتنې سمې کړي.

۳ ـــ له لس ثانیه ایز قانون څخه ګټه واخلئ:

که چېرې وینئ، په یوه کاري ناسته کې یا د ټیلیفون تر شاه غواړئ، په خپله غوسه باندې کنټرول له لاسه ورکړئ، نو هېڅ غبرګون مه ښکاره کوئ، له ځان سره تر لسو پورې وشمېرئ، ترڅو له غوسه کېدلو څخه مو مخنیوی وشي.

۴ ـــ له هغه چا سره خبرې وکړئ، کوم چې کولای شي آرام مو کړي:

تل د زړه خواله او تکیه کولو له پاره یوه کس ولرئ؛ څه دننه په کاري چاپېریال او څه هم له کاري چاپېریال څخه بهر . په دې وخت کې هڅه وکړئ، چې له هغه سره بهر لاړ شئ او ورسره لږ خبرې وکړئ، سمه نه ده، چې ټول احساسات په ځان کې وساتئ او بهر یې نه کړئ، په دې کار سره به ستاسو روغتیا له خطر سره مخامخ شي، له خپل صمیمي دوست سره د دې ستونزو په اړه خبرې وکړئ، ترڅو هغه مو آرام کړي او خپل کنټرول بېرته تر لاسه کړئ.

۵ ـــ ورزش وکړئ:

اجازه مه ورکوئ، چې د کار انځور مو په غوسه کېدلو او د کنټرول له لاسه تللو سره عیب جن شي. په دې وخت کې ورزش یو ښه مرستندوی دی، ورزشي لوبغالي ته لاړ شئ او لږ ورزش وکړئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې هر څه به هېر کړئ.

۶ ـــ د خپلې غوسې د لامل په لټه کې شئ:

خبر اوسئ، چې په کومو موقعیتونو کې مو خپل کنټرول له لاسه ورکوئ او غوسه کېږئ. کله چې پوه شوئ، کوم څیز مو د غوسې سبب ګرځي، نو د مخنیوي په موخه له دا ډول موقعیتونو څخه را بهر شئ، زده کړئ، چې له دې موقعیتونو سره څنګه موافقه وکړئ، ترڅو کاري موقعیت مو عیب جن نه شي.

۷ ـــ خپل همکاران وپېژنئ:

وګورئ، چې ستاسو د همکارانو د هر یوه چلند څه نښه لري ؟ ښایي د هغوی ډېری خبرې، چې تاسو یې نیوکې ګڼئ، ټوکې وي . د خپلو همکارانو د شخصیت په پېژندلو او د هغوی په چلند باندې په پوهېدلو سره، په غوره توګه کولای شئ، د هغوی له نیوکو سره عادي شئ او خپله غوسه کنټرول کړئ.

۸ ـــ د نورو د غبرګون په اړه وړاند وینه وکړئ:

کله چې غواړئ، په اداره کې یو نوی کار ترسره کړئ، نو د خپلو همکارانو د غبرګون په اړه وړاند وینه وکړئ، په دې کار سره کولای شئ، د کار له ترسره کېدو وروسته د هغوی له غبرګونونو سره عادي شئ.

۹ ـــ ځان د آرامتیا ساتلو له پاره چمتو کړئ:

کله چې غواړئ وینا وکړئ، نو د هرې نیوکیزې پوښتنې له پاره ځان چمتو کړئ، په دې کار سره کولای شئ، د نورو د نیوکو پرمهال، خپله آرامتیا وساتئ او د نیوکه کوونکو پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ.

۱۰ ـــ د هر نا درنښتیز برېښنا لیک له لیکلو مخکې لږ صبر وکړئ:

هېڅکله نورو ته بې احترامي مه کوئ؛ حتا که چېرې ستاسو حق هم وي، آسانه ده، چې اجازه ورکړو خړې ورېځې زموږ د قضاوت مخه ونیسي . نورو ته د هغوی د نیوکو په ځواب کې د هر نادرنښتیز برېښنالیک د لېږلو له پاره یوه ورځ صبر وکړئ، بله ورځ یې یوځل بیا ولولئ او له سره پرې کتنه وکړئ.

۱۱ ـــ د هرې ورځې په پای کې خپله غوسه لرې کړئ:

زده کړئ، چې د ادارې په پرېښودو سره خپله غوسه هم لرې کړئ . له کار وروسته، داسې چارې پیل کړئ، چې له هغو سره مینه لرئ او ترې خوند اخلئ، له خپلو دوستانو سره بهر لاړشئ یا ټلویزیون ننداره کړئ، په دې کار سره به مو خپل اروایي فشار له منځه وړی وي.

۱۲ ـــ د خپل عصبي طغیان له پاره بښنه وغواړئ:

سره له دې، چې بد قصد نه لرئ، سمه نه ده، له اداري ناستو څخه په غوسې سره ووځئ. که چېرې د غونډې پرمهال غوسه مو د دې لامل شوه، چې چاته بې احترامي وکړئ، نو له هغه څخه بښنه وغواړئ، اړینه نه ده، چې د خپلې غوسې له پاره توضیحات وړاندې کړئ، یوازې د دې ویل، چې ما بد چلند وکړ او بښنه غواړم، بسنه کوي، ترڅو ټول بد چلندونه له منځه یوسي.

خبرداری:

د یوه نارینه په څېر چلند وکړئ او پرمخ ولاړ شئ؛ ښه مدیران نه یوازې غوره شخصیت لري، بلکې له پیاوړو احساساتو څخه هم برخمن دي، دا په دې مانا نه ده، چې اجازه ورکړئ، احساسات مو په تاسو باندې غالب شي، قضاوتونه مو خړ پړ او ستونزه را منځته کړي . د خپلې غوسې په نښو نښانو باندې په پوهېدلو سره، کولای شئ، په ډېرې آسانۍ په هغو باندې غالب شئ، حتا پرته له دې چې څوک پوه شي، چې په ځان باندې باور مو د خپلو منفي احساسات ځای ناستی کړی دی او د خپلو احساساتو تعادل مو وساتئ . کلونو کلونو ته اړتیا ده، ترڅو عزت او اعتبار را ټول شي، خو د له منځه وړلو له پاره یې یوازې څو ثانیې بسنه کوي.

ژباړه: عطا محمد میاخېل