پنجشنبه , 28 مارچ 2024

په کار او دنده کې د پرمختګ لپاره شپږ بنسټیزې سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په کار او دنده کې د پرمختګ له پاره ښه او اړین چمتووالی بریا را منځته کوي . باید په بشپړه توګه دا مشخص کړئ، چې له دنده ایز پلوه غواړئ کوم ځای ته ورسېږئ، هغه ته د لاسرسي له پاره باید کوم کار ترسره کړئ .

لومړۍ سپارښتنه: خپلې موخې په بشپړه توګه مشخصې کړئ :

لومړی ګام د موخې مشخص کول دي، په دنده کې پرمختګ په حقیقت کې ستاسو له پاره څه مفهوم لري ؟ آیا غواړئ د پیسو یوه مشخص چت ته لاسرسی پیدا کړئ ؟ یا دا چې مشخص مقام او موقعیت ته رسېدل ستاسو له پاره ډېر مهم دي ؟ کله چې مو له دنده ایز پرمختګ څخه سم انځور تر لاسه کړ، نو کولای شئ هغه ته د رسېدو له پاره په همدفمنه توګه هڅې وکړئ . ډېری کسان په اګاهانه او منظمه توګه د خپلو دنده ایزو موخو د مشخص کولو له پاره وخت نه مصرفوي، په داسې حال کې چې دنده ایز پرمختګ ته د رسېدو له پاره، تر ټولو مهم لامل دی . د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، غواړئ څه ته ورسېږئ او د څه له پاره . داسې وګڼئ، چې خپلې موخې ته رسېدلي یاستئ، اوس څه پېښه رامنځته کېږي ؟

دویمه سپارښتنه: د دنده ایز پرمختګ له پاره خپله د پام وړ لګښت کچه مشخصه کړئ :

کله چې تاسو پوهېږئ، غواړئ کومو څیزونو ته لاسرسی پیدا کړئ، په دې برخه کې باید یو ځل ښه فکر وکړئ، چې چمتو یاستئ د هغه له پاره څومره لګښت ورکړئ . د ډېری انسانانو له پاره دنده ایز پرمختګ په دې مانا ده، چې وکولای شي، د خپل ژوند له وروسته اداینو څخه را ووځي . ځینې نور دې ته چمتو دي له روغتیا، آزاد او خپلواک وخت او هر هغه څه چې ژوند یې تر اغېزې لاندې راولي صرفنظر وکړي، ترڅو پرمختګ ته ورسېږي، خو که چېرې غواړئ، چې تل کاري وړتیا ولرئ، نو دې ټکي ته باید ښه پام وکړئ، چې له جسمي او اراوایي پلوه په بشپړه توګه روغ ژوند وکړئ، له دې کبله باید دا مشخص کړئ، چې څومره کولای شئ د خپل کاري پرمختګ له پاره لګښت ورکړئ . یوازې په دې حالت کې کولای شئ، د کار د ترسره کېدو پرمهال مناسب تصمیمونه ونیسئ . کله وخت په ځینو برخو کې پرمختګ د لګښت ارزښت نه لري .

درېیمه سپارښتنه : وخت تل د ترسره شوو کارونو د بیا کتنې له پاره ځانګړی کړئ :

له کاره لاس واخلئ او فکر وکړئ چې :

ـــ تر دې دمه مو کوم کار ترسره کړی دی ؟

ـــ دا کار تر کومې کچې کولای شي، ستاسو له پاره ګټور وي ؟

ـــ آیا دا کار تاسو ته د ستاسو د پام وړ موخې په لور لارښوونه کوي ؟

ـــ آیا دا احتمال شتون لري، چې وکولای شئ، په آسانه توګه خپل کار ترسره کړئ ؟

پورته پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره، دا پیدا کوئ، چې په کوم پړاو کې یاستئ او پرمختګ ته تر رسېدو پورې، باید نور کوم کارونه ترسره کړئ .

څلورمه سپارښتنه: خپل د پرمختګ تګلوری د یوه طرحه شوي کار په څېر وګورئ :

که غواړئ، چې پرمختګ وکړئ، نو له همدا نن څخه یې پیل کړئ . له پرمختګ څخه موخه مو د یوې طرحه شوې پروژې په څېر وګورئ، داسې عمل وکړئ، چې ګنې د یوه شرکت د تاسیس په حال کې یاستئ او موخه مو خپل د خوښې وړ موقعیت ته رسېدل دي . له نن څخه خپل رییس واوسئ . زده کړئ، چې د یوه مدیر په څېر ووینئ او عمل وکړئ . تر اړین بریده په ځان باندې نیوکه کوونکي واوسئ او تل د خپلې پوهې کچې د لوړولو په فکر کې واوسئ او هڅه وکړئ، چې نوي څیزونه زده کړئ . د خپلو کړنو په حوزه کې داسې کارونه ترسره کړئ، چې په یوه شرکت کې ترسره کېږي، لکه : بازاز موندنه، عمومي اړیکې، په مدیریت کې نوښت او داسې نور …

د خپل شتون جوهر ثابت کړئ .

 

پنځمه سپارښتنه: خپل کمزوري او پیاوړي ټکي وپېژنئ :

که غواړئ، چې بریالي واوسئ، باید د خپلو وړتیاوو له کچې څخه خبرتیا ولرئ . هرڅومره چې ډېر د خپلو وړتیاوو، پوهې کمزورو ټکو او غلطیو په اړه معلومات ولرئ، نو په هدفمنه توګه کار به وکړئ، په دې اساس، له څو اړخونو څخه خپل کمزوري، پیاوړي او دنده ایز ټکي بررسي کړئ، په دې برخه کې د نورو په ځانګړې توګه د خپلو ښو دوستانو، آشنایانو، خپلو و خپلوانو نظرونه هم وپوښتئ، په ډېرې ځیرکتیا او پام سره د هغوی نظرونه واورئ او له نیوکو څخه یې مه خواشیني کېږئ . یوازې له دې لارې کولای شئ، چې په غوره توګه ځان وپېژنئ .

شپږمه سپارښتنه: تل د علمونو د زده کړې په لټه کې واوسئ :

د خپلو کمزورو او پیاوړ ټکو له پېژندلو وروسته، په هدفمنه توګه خپلې وړتیاوې پراخې کړئ او خپل کمزوري ټکي لرې کړئ . په خپله پوهه او وړتیاوو باندې پانګونه وکړئ . کتاب ولولئ او په اړینو ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون وکړئ، د خپلې کاري څانګې او د ځان په اړه خپله پوهه زیاته کړئ . د نورو څانګو په اړه هم ځیرک واوسئ . اړین ځانګړي علوم هم مه هېروئ . تل د خپلو وړتیاوو د کچې لوړولو په لټه کې واوسئ .