په کونړ ولایت کي هوایې برید ۷ داعش وسلوال وژلي

د کونړ امنیتې چاروکي وايي ددغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوايې برید کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد زمان له انعکاس سره په خبرو کي وویل ، تېره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو بې پیلوته الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په دیګل دره کې هوایې برید تر سره کړی چې پر مهال یې د داعش وسلوالي ډلې  د یوه قوماندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي.

تر واسه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت