په ګډ ژوند د خبرو اغېز

د پوهنتون استاد ډاکتر جان ګاتمن وایي: «د شل کلنو تجربو او څېړنو په پايله کې راته معلومه شوه چې د خاوند او مېرمنې تر منځ تحقیر او توهین طلاق ته لاره هواري».

ډېری مېرمنې نه خوښوي چې په اړه یې قضاوت وشي. کله چې امریه جملې کاروو، ارو مرو مقابل کس تحریک کېږي او د ځان لپاره دفاعي حالت غوره کوي. دغه ډول خبرې په مقابل طرف کې د منفي خبرو د تولید سبب ګرځي او فضا کړکېچنه کېږي.

یوه خبره په څو ډوله کېږي

غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله «ته ډېره بې عقله یې». موثره جمله «ته یوه هوښیاره ښځه یې، خو نن دې چې کوم کار کړی ډېر عاقلانه نه دی».

غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله «ته یوازې د کور کارونه نه شې کولای، نو څه په درد خورې؟»

موثره جمله «تر کومه چې زه متوجه شوی یم، په دې اونۍ کې دې د کور کارونه سم نه دي کړي».

غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله «ما ته دې هېڅ پام نشته، ستا له وسه هېڅ هم نه دي پوره».

موثره جمله «پوهېږم چې په دې ورځو کې دې فکر سم نه دی، خو که یو بل ته پاملرنه وکړو، څومره به ښه وي».

مسیرورځپاڼه