پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په ګډ ژوند کې څلور مهمې نکتې

دا اسانه خبره نه ده چې د ښځې او خاوند تر منځ همېشنۍ مينه پاتې وي، خو په دې شرط چې متقابل احترام، مينه او څه نا څه مشترک مقررات ولري. په دې ليکنه کې غواړو هغه څه درته وړاندې کړو چې «مينه» مو تر منځ تل ژوندئ وي.

۱.د ګډ ژوند مقررات

کېدای شي زيات کسان دې ته فکر نه کوي چې له واده وروسته په کور کې ځينې قوانین ايجاد کړي، خو له بل لورې د توقع خلاف د ټولنې اصول پرې بار وي، ځکه يوه کورنۍ مجبوره ده چې د ټولنې اصول پر ځان ومني؛ نو په يوه نوې کورنۍ کې ښځه او خاوند بايد په مشوره او د يو بل په خوښه ځان ته يو ټولګه مقررات وضع کړي چې په راتلونکي کې يې په وړو خبرو جنجال سره پېښ نه ‌شي، خو که دا شی و نه لري کېدای شي په کوچينو ستونزو يې لوی لوی مشکلات را منځ ته شي.

تر ډېره په نوي ژوند کې «د واده لومړۍ څو مياشتې» ښځه او خاوند د ماشوم د لرلو، نه لرلو، راوړلو او پاللو مختلف نظريات لري؛ نو که په ګډه هر څه ته اصول ولري هرومرو به يې ژوند ښه وي. نارينه بايد په دې وپوهېږي چې نيمايي برخه په ګډ ژوند کې پر ځان مقررات ومني په تېره بيا د کور په کارونو کې له هغې «مېرمن» سره مرستندوی وي، ځکه دا چاره يې همغږي جوړوي او تر منځ يې مينه ډېرېږي ژوند يې خوږېږي.

۲.کامياب کوروالی «جنسي اړيکه»

د ښځې او نارينه تر منڅ ژوند په همدې څيز ولاړ دی؛ نو تر ډېره دا په سر کې يادېږي، که چېرته دا کار مهالوېش ته واچوي کېدای شي په يوه مسووليت ورته بدل شي، مهمه نه ده، که په اوونۍ کې پنځه ځله يا په کال کې څو واره وي، خو هغه وخت چې دوی پر راضي او خوښ وي ښه تمامېږي. د ښځې او خاوند تر منځ دا اړخ هم خورا مينه زياتوي، مګر په دې شرط چې دواړه پکې کامياب «تکړه وي» وي.

۳.سپورټ نه هېرول

ځينې ښځې دې شې ته اهميت نه ور کوي يا هغه وخت چې ماشوم يې په نس شي سپورټ پرېږدي؛ نو که غواړي يوه فعاله مېرمن واوسي يوه لاره دې ولټوي چې سسته، بې‌ ميله او ناروغه نه ‌شي، ځينې لوبې دې نه هېروي لکه، تنیس، نرم حرکات، پياده تګ… خو داسې نه چې پر ځان د يو سپورټمين په څېر زحمت راولي، بلکې ساده او اسانه لاره دې وټاکي سپورټ نه يوازې د روغتيا، همدارنګه صحي ګټې هم لري چې له امله يې د وينې جريان تېزېږي سستي او کهالي له منځه وړي، پوست ښکلی او تازه کوي چې له دې کار سره يې روغتيا زياتېږي له ناز او مينې ډکه وي.

۴. د لګښت قوانين لرل

دا هم په ژوند کې ځانګړی رول لري چې مالي برخه کنټرول او پر ځای باندې لګښت شوی وي، بدبختانه څلوېښت سلنه نارينه په دې هکله دروغ وايي چې لويه ستونزه ترې جوړه وي، په واقعيت کې پيسې د دې وړ ګرځي چې د ښځې او مېړه دعوه پرې وشي، که څه هم دا ژر حل کېدونکې ده، خو ښه به دا وي چې تر واده وړاندې ګټې او لګښت ته چارې وضع شي. داسې نه چې د مينې چاپېريال يې دا شی وران کړي.